څیړنه: شفیع الله تاند
خپله د کلاورین له خولې: ما فکر کاوه اسلام دروغجن دی او دا قرآن زهرجن دی ما خپل ټول کتابونه راټول کړل او پاس مې کېښول،راوښوېدل، ډېر کتابونه وو یو پکې قرآن و زما لاس ته ولوېد ،ایله شو په کوم مخ چې زما لاس و د ۲۲ سوره ۴۶ آیت وه
لیکلي یې وو: ستاسې سترګې نه؛ زړونه ړانده دي.
ما ځان ته وویل په همدې پسې خو ګرځېدم ستونزه مې ومونده ځکه چې سترګې مې بینا دي مګر زړه مې ړوند وه چې حق یې نه مانه ـ
ما چې د اسلام مخالف کتاب لیکلو پرېکړه کړې وه د خدای لټون خواته یوړم او دا تلاش مې په مسلمان کېدنې تمام شو.
یورام وان کلاورین یو ډچ سیاستوال دی د ازادۍ غوښتونکي ګوند غړی و او له ۱۷ جون ۲۰۱۰ نه تر مارچ ۲۰۱۴ د پارلمان غړی و،له ګوند پرېښودو وروسته د خپلواک غړي په توګه یې کار کاوه تر دې چې په ۲۰۱۷ کې یې موده پای ته ورسېده .
دی د خپل سخت دریځه اسلام مخالفو څرګندونو او د مسلمانانو مخالفو غبرګونونو له امله مشهور و.
خو په اکتوبر ۲۰۱۸ کې یې د اسلام خلاف کتاب پای ته تر رسولو مخکې اسلام ومانه، له اسلام منلو وروسته یې د کتاب موضوع واړوله او نوم یې” مرتد: سیکولر ازم او بربریت په عصر کې له عیسویته تر اسلامه” کېښود.
دا کتاب په ډچ او انګلیسي ژبو کې چاپ شو او د ده د مذهبي سفر او اسلام منلو انځورګري کوي.
وان کلاورین په څلوېښت کلنۍ کې ښکاره اعلان وکړ چې محمد صلی الله علیه وسلم یې وروستی نبي ومانه، هغه تر دې وړاندې د “مسلمانان مصیبت” په څېر اسلام ضد څرګندونې کړې وې.
دا د خپل ګوند لومړنی غړی نه دی چې اسلام یې منلی ،تر ده مخکې آرنوډ وان ډورن په ۲۰۱۳ کې اسلام منلی و ـ د دې ګوند مشر ګیرټ ولډرز د وان کلاورین په اسلام منلو د حیرانۍ څرګندونه وکړه ویې ویل که هغه اوس هم په ګوند کې وای نو له واره به اېستل شوی و ـ نورو مشرانو هم پرې حیراني ښودلې وه.
د مراکش د جوماتونو اتحادیې غړي سعید بوهارو د وان کلاورین اسلام منلو په ستاینه کې وویل؛ دا د هغه زړورتیا ده چې د خلکو پر وړاندې یې پرېکړه وکړه.
یادون: که د قرآن کریم د ترجمې په لوستو نامسلمان اسلام منلی شي نو چې مسلمان یې په ترجمې سره ولولي د دنیا و آخرت ټول مسایل به یې حل شي.
کله هم بې ترجمې باید قرآن ونه لوستل شي
پکار خو دا ده چې د کومو هېوادونو ژبه عربي نه ده هلته باید قرآن کریم بې ترجمې چاپ نه شي.
قرآن هغه لار په ګوته کوي چې تر ټولو سمه ده.
بني اسراییل ـ نهم آیت.


