ويب ډيسک
په ناروې کې مېشت د هنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په خپلې ویبپاڼې کې دا خبر خپور کړی دی چې دا کسان د چهارشنبې په ورځ د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوې دي.
د دې راپور له مخې اعدام شوی افغان عبدالباري پکوهي نومېږي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې په ایران کې لږ تر لږه اوولس افغانان اعدام شوي دي.
په ایران کې اکثر افغانان د مخدر موادو په تور اعدام محکومېږي او د بشري حقونو د ډلو په وینا اکثر وخت دا تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.


