ليکنه:زمری محقیق
یوه ورځ په ځای کي پروت وم خوب مي تښتېدلی وو، نو د فکرونو په نړۍ کي لاهو سوم. د هیواد دتېرو څلویښتو کلونو جریانات مي په ذهن کي را وګرځېدل او په دغه لړ کي د وخت د مطرحو شخصیتونو سره لیدنو کتنو ته مي پام راواوښتی نو سمدستی مي قلم راواخیستی او دغه څو پاڼي مي توري کړې:
دمرحوم محمدهاشم میوندوال سره لیدنه:
کله چي د ویښ ځلمیانو اود خپل وخت د منورینو د مبارزو په نتیجه کيد پاچا محمدظاهر خان په وخت کي د بیان د آزادۍ او د ټولنیزو فعالیتونو له پاره زمینه برابره سوه،نوله موقع څخه په ګټه اخستلو سره په هیواد کي د بېلابېلو ګوندونو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
په۱۳۴۳ هـ ش کال کي د خلک دیموکراتیک ګوند لومړۍ کنګره جوړه سوه. د شعله جاوید، افغان ملت، صدای عوام، جوانان مسلمان اوداسي نورو تر څنګ د مترقي ديموکرات یا سوسیال ديموکرات ګوند، د مساوات د جریدی په لرلو سره د میوندوال په مشري رامنځته سو.
مساوات د ګوند لومړۍ کنګره زموږ یعني د مرحوم محمدعلم بڅرکي په کورکي چي د خیرخانې مېني په لومړۍ برخه کي واقع وو، په ۱۳۴۹ کال د سنبلې په میاشت کي د لاندنیو شخصیتونو په ګډون جوړه سوه:
مرحوم محمدهاشم میوندوال، مرحوم محمدعلم بڅرکی، مرحوم عبدالشکور رشاد، مرحوم خواخوږی، ښاغلی عبدالاحد عارض، مرحوم بېنوا، مرحوم محمدهاشم ترکی،مرحوم عبدالحی حبیبي، مرحوم عطایي، مرحوم غلام جیلاني خان الکوزی، مرحوم عبدالصمد ویسا، مرحوم فیض محمد انګار او داسي نور چي زما ئې اوس نومونه نه دي په یاد چي کابو زیاته برخه ئې د ویښ زلمیانو د نهضت مشران او عمده غړي وه.
په ګنکره کي نسبتاً چپ مرام د محکومي طبقی د ګټو پر بنسټ د سوسیال ديموکرات په نوم جوړ سو او په تشکیلاتي برخه کي مرحوم محمدهاشم میوندوال د عمومي منشي اومرحوم محمدعلم بڅرکی د مرستیال او لومړي سکرتر په توګه، د رایو په اتفاق وټاکل سول.
د مترقي ديموکرات ګوند چي وروسته د مساوات د جریدې په چاپولو سره د مساواتیانو په نوم شهرت وموند، د مبارزې تیره څوکه ئې د زاړه فیوډالي نظام ړنګولو او پرځای ئې نوی تولیدي سیستم رامنځته کولو ته وقف سوې وه.
دانو هغه وخت دئ چي زه د فاکولتې په لومړي ټولګي کي په زده کړو لګیا او د مبارزې د الفبا سره نوی اشناسوی او د کیڼ اړخ سیاست ته متمایل احساساتي ځوان یم. په همدې کلونو کي د پوهنتون په انګړ او په اړوندو لیلیو کي د سیاست ډګر دومره تود وو چي د هیواد د ټولو سیاستوالو او او سرکاري چارواکو پاملرنه ئې ځانته را اړولې وه.
پر یوه سټیج به ډاکتر نجیب د پرچمیانو په استازیتوب، پر بل سټیج به ډاکتر زرغون او کاظم ملوان د خلقیانو په استازیتوب، پربل ځای به ګلبدین حکمتیار او نیازی د مسلمانان جوان یا اخوانیانو په نمایندګي، لهیب د شعله جاوید په استازیتوب او همدا رنګه ذبیح الله عصمتي د صدای عوام په استازیتوب او مېړني د افغان ملت په استازیتوب ویناوي کولې.
په دغه وخت کي د سیاست ډکر ډېر تود او دپراخو مظاهرو، اعتصابونو او د منورینو تر منځ دسیاسي عقایدو پر سر د سختو جګړو او مبارزو دواران وو چي د سیدال په شان ځوانان پکښي مړه او زخمیان سول.
محمدهاشم میوندوال د خپل صدراعظمۍ په وخت کي په خپله د پوهنتون ډګر ته ورغلی چي د محصلینو له غوښتنو څخه د نژدې ځان خبر کړي. له هغوی سره د خبرو په ترڅ کي یوه محصل دده وکمیس او نکټایي ته لاس ورواچوی. مرحوم میوندوال ورته وویل چي ته خبري وکړه تاسو څه شي غواړی؟
هغه ورته وویل چي ډيموکراسي، نو مرحوم میوندوال جواب ورکړ چي تر دې لاهم ښه ډيموکراسي سته چي تا یو صدراعظم تر غاړه نیولی دئ؟
په داسي یوه وخت کي چي د سیاست پوهانو ټوله پاملرنه د پوهنتون محصلینو او د ښوونځي زده کوونکو ته را اوښتې د جلب او جذب له پاره هم په دغوبرخو کي زیاتي هلي ځلي رواني وې. نو طبعي خبره ده چي زما پلار چي ټوله کورنۍئې د کلونو کلونو په اوږدوکي د سیاست په ډکر کي ولاړه او په دغه لاره کيئې ستونزي او بندونه ګاللي او د ویښ ځلمیانو د سیاست او مبارزې راوروسته ئې د مترقي ديموکرات د سیاسي فعالیت لار غوره کړې وه د سټېج پر سر د تبليغاتو تر څنګ ئې د جلب او جذب له پاره هلي ځلي کولې چي په هغه جمله کيئې زما څخه هم د مرستي غوښتنه کوله خو زه چي د هغه وخت د کیڼ اړخي سیاست تر اغېزې لاندي راغلی وم او د مرحوم ظاهر افق تر څنک ميد نورو کیڼ اړخو یارانو سره اړیکي درلودلې نو مي تل په کورکي د مرحوم بڅرکي سره هم د خپل وخت پر روان سیاست او اړوندو مسایلو خبري او مباحثې کولې خو په ځینو برخو کي موږ واحد نظر او توافق نه درلودی ځکه نو په اغلب ګمان ده دا موضوع له مرحوم میوند وال سره طرحه کړې او دې نتیجې ته سره رسېدلي دي چي زه به د میوندوال سره مخامخ دهغه وخت پر اړوندو سیاسي او ټولنیزو مسایلو خبري وکړم. څو چي یوه ورځ مرحوم بڅرکي راته وویل چي میوندوال غواړي ستا سره خبري وکړي، نو ئې نېټه، ټاکلی وخت او ځای را وښود.
زه هم له وعدې سره سم د ده کورته چي د کارته پروان د بهارستان سینماته ئې نژدې موقعیت درلودی، پر ټاکلي وخت ورغلم. مرحوم میوندوال زما د ورتګ څخه مخکی په سالون کي منتظر ناست وو .
تقریباً د درو ساعتونو په جریان کي مو د هیواد د هغه وخت پر ناخوالو او حل لارو باندي خبري او تبصرې وکړې. مرحوم میوندوال صاحب روان حالات په ډېره ساده او فصیح ژبه راته بیان کړل او د ځوانانوپر ونډه او مسئولیتونو باندي یې هم کافي خبري وکړې.
څرنګه چي د سوسیال ديموکراټ مرام چي ما پخوا لا هم مطالعه کړی وو د خلک د ډیموکراتیک ګوند له مرام څخه ئې ډېره فاصله نه درلوده دوی هم د کښتي طبقې پر حاکمیت او د سوسیالیزم پر جوړښت باندي ټینګار کاوه.
په واقعیت کي زما د پوښتنو زیاته برخه پکښي حل وه خو یوازنۍ پوښتنه چي ما ته ناحله پاته وه هغه د ګوند بهرنۍ پالیسي وه.
ما مرحوم میوندوال ته دا پوښتنه طرحه کړه چي نن ورځ نړۍ پر درو برخو وېشل سوې ده: امپریالیستي نړۍ، سوسیالیستي اردګاه او د دریمي نړۍ د ودي په حال کي هیوادونه (د اسیا، افریقا او لاتیني امریکا هیوادونه).
نو ما دا پوښتنه ځني وکړه چي:
تاسو ته معلومه ده چي د دریمي نړۍ هیوادونه په یوازي ډول نه سي کولای چي په تېره بیا په اقتصادي ډکر کي پرته د نړۍ د نورو پرمختللو صناعتي هیوادونو له مرستي څخه، پر خپلو پښو ودریږي ځکه نو د افغانستان په شمول پرمختیایي هيوادونه د پرمختللو صناعتي هیوادو مرستي ته اړ دي.
له همدې امله ځيني هیوادونه د شوروي اتحاد سره نژدې اړیکي لري او دهغوی له مرستو څخه ګټه اخلي، ځينونور بیا له سرمایه داري هیوادونو سره اړیکي ټنیګي کړي دي نور ئې بیا د چین پر مرستو تکیه دي.
نو یو ګوند هم داخلي پالیسي او هم بهرنۍ پالیسي لري.
ستاسو د سوسیال دموکرات په مرام کي دغه خارجي پالیسي د کومو هیوادونو سره، پر نژدې اړیکو تکیه ده او یا کوم هیوادونه باید د هیواد د عام المنفعه پروژو په تطبيق کي مرسته وکړي ؟
مرحوم میوندوال په ډېره ارامه لهجه په دغه هکله زیات تفصیل راکړ خو د خبرو خلاصه ئې داوه چي زموږ خارجی پالیسي آزاده او مستقله ده په هیڅ یوه هیواد پوري ځانونه نه تړو.
له ټولو شتمنو او پرمختللوهیوادونو څخه د مرستي غوښتونکي یو. څرنګه چي زما په اند په هغه وخت کي په تېره بیا د دریمي نړۍ هیوادونو د یوه ستر اقتصادی ځواک د اغېزې پرته، نه سوای کولای چي د اقتصادي پرمختیا پر لور چټک ګامونه واخلي نو د دریمي نړۍ د ودي په حال کي هیوادونه مجبور وه چي بهرنۍ اقتصادي پالیسي یا د سوسیالستي اردوګاه د مرستو اویا هم د لوېدیځو صناعتي هیوادونو سره د اړیکو پر بنسټ رامنځته کړي چی په دغه ځای کي زموږ تر منځ د نظر توپیر را منځته سو او په نتیجه کي زه د مساوات پرسیاسی لین ونه رغښتم.
له حفیظ الله امین سره سیاسي مناقشه:
کله چي د هغه وخت د ډیموکراسۍ څخه په ګټه اخستلو سره په ۱۳۴۳ کال کي د خلک دموکراتیک ګوند لومړۍ کنګره جوړه او سیاسي علنی فعالیت پیل سو، د هیواد د ګوټ ګوټ منورینو د هیواد د ناخوالو د له منځه وړلو په مقصد ،په دې ګوند کي د یوه واحد سنګر په توګه، یو په بل پسې سره را ټول سول.
خو ورو ورو په ګوند کي د یو لړ سلیقوي توپیرونو پر بنسټ د بېلتون نښي نښانې راڅرګندي او په ۱۳۴۵ کال کي د خلق ګوند عملاً په لومړي سر کي پر دوو او بیا وروسته پر ډېرو نورو ښاخونو ووېشل سو.
دا زما د فاکولتې د دریم یا څلورم ټولګي(۱۳۵۱) زمانه ده چي په ګوند کي دننه مبارزې زور اخیستی او د ګوند غړي د نورو پوښتنو تر څنګ د پرچم د ښاخ سره د توپیرونو علتونه څېړي او د ګوند دواړه انشعابي ښاخونه په دې متهم دي چي پرته د تیوریکي بېلتون څخه نه یوازي دا چي سره بېل دي بلکي یو د بل پر ضد نه پخلا کېدونکې مبارزه هم کوي.
په همدې اړوند د مرحوم حفیظ الله امین سره زموږ د ګوندي حوزې پنځو تنوچي په راس کي مو خدای بخښلی شامحمود حصین وو، د کوټه سنګي د جادې د یوې څو پوړیزي ودانۍ د لوړ پوړ په یوه کوټه کي، غونډه ونیوله.
په غونډه کي تر اوږدو او جنجالي بحثونو وروسته چي د ملی دموکراسۍ او خلقي دموکراسۍ پر سر را پیداسوي وه، غونډه په تاوتریخوالي واوښته په تیره بیا کله چي مرحوم شاه محمود حصین د حفیظ الله امین کمیس یا نیکټایي ته لاس ورواچوی.
امین غوښتل ثابته کړي چي د خلق او پرچم تیوریک بېلتون دادئ چي موږ (خلقیان) خلقي دموکراسي د کارګري طبقې په رهبري غواړو په داسي حال کي چي پرچمیان پر ملي دموکراسي ټینګار کوي …. خو په واقعیت کې د خلق په جریده کي د چاپ سوي مرام څخه د خلق او پرچم دواړو خواوو دفاع کول.
باید وویل سي چي حفیظ الله امین دثورد انقلاب او سیاسي قدرت ته د رسېدو وروسته هم دخپلو سیاسي مخالفینو د له منځه وړلو له پاره لستوڼي راونغښتل او یو په بل پسې د ګوند دننه او له ګوند څخه بهر خپل مخالفین تهدید، بندیان او ووژل.
لکه مرحوم شاه محمود حصین چي لیکي:”من از مخالفین امین بودم، اولین ضربه را از او در دورانی یافتم که هنوز نورمحمد تره کی بر سر قدرت بود.مرا به جهت سر به نیست کردن بنام ګروپ تبلیغ به ولایت وردګ فرستاد. افرادی را به ترورم ګماشته بود. در آخرین فرصت پلان ترور توسط رفقایم کشف و خنثی شد. این شب همان روزی بود که نورمحمد تره کی را به شهادت رساند. فردایش مرا به کابل خواستند. نخست خلع سلاح و بعد دستګیر و بحد کافی شکنجه و عذاب دادند. و بالاخره با فرستادن به پلچرخی حکم اعدام مرا دستور داد که فرصت تحقق آنرا نیافت و حوادث از ریشه چیزی دیګری شد.” (مثلث بی عیب، ص۱۳۶اثرمرحوم شاه محمود حصین)
له ښاغلي صالح محمد زیري سره لومړۍ کتنه:
دا نو هغه وخت دئ چي د خلک دموکراتیک ګوند کي یو لړ نارضایتونه او پوښتني لکه د ګنګرې نه جوړېدل، د اساسنامې نه تطبیق، پرته له تیوریک اختلاف څخه د خلق او پرچم انشعاب ولی منځ ته راغلی ؟ رامنځ ته سوی او د تودو بحثونو سبب سوي وه
زه چي په دغه وخت کي د ښوونځي دیوولسم ټولګي زده کوونکی وم (۱۳۴۶ کال)، د پلار او نیکه (مرحوم محمدعلم بڅرکي او مرحوم محمد انور خان اڅګزي) د مبارزو د سیاسی تاریخ او د هغوی د افکارو تر اغېزې لاندي راغلی او د سیاست او هیواد ته د خدمت احساس را پیدا سوی وو، پورتنیو پوښتنو ته د ځواب موندلو په لټه کي وم.
که څه هم په دغه هکله ما د مرحوم ظاهر افق او یو شمېر نورو هغو کسانو سره چي په ګوند کيئې د دنني مبارزې له لاري د اصلاحاتو او ناخوالو د له منځه وړلو له پاره هلي ځلي کولې، بحثونه کړي وه خو په دغه هکله د زیري صاحب د نظر او استدلال د اورېدلو لېوالتیا هم راسره وه ځکه نو یوه ورځ ډاکتر صالح زیري ته چي په
هغه وخت کي د کندهار په محبس کي بندی وو، ورغلم.
هغه هم راووتی او دروازی ته نژدې د پیره دار تر نظارت لاندي په یوه ګوښه کي کښېنستلو د روانو حالاتو او عمومي خبرو اترو وروسته مي د ګوند د دننه ستونزو او پورتنیو پوښتنو په اړوند سوالونه طرحه کړل. په نورو خبرو ستاسو وخت نه نیسم خو یوه جمله چي زما هیڅ وخت نه هیریږي هغه داوه چي ده راته وویل:
“دغه چي کنګره ولي نه جوړیږي؟ یا ولي ګوند د سلیقوي مسایلو له مخي سره بېل دئ او داسي نور انتقادونه چي اوس په ګوند کي د ځوانانو له خوا رامنځته سوي دي ټوله پر ځای دي خو څوک خپل خښتګ په خاده نه ځړوي.” چي دا ښایي لږ یا ډېره د کندهار اصطلاح وي. یعني باید خپل عیبونه د ګوند دباندي رسوایي ته را ونه باسو.
بیانو کله چي زېری صاحب تر انقلاب وروسته معتبره سو بیامي نه دئ لیدلی خو کله چي زما پلار مرحوم محمدعلم بڅرکی وفات سو له لندن څخه ئې د فاتحېد عذر په مناسبت تليفون راته وکړ او پوښتنه ئې وکړه چي ته د بڅرکي صاحب کوم زوی یې؟ ما بیا د محبس د لیدلو خاطره وریاده کړه ….
د مرحوم نورمحمد تره کي سره لومړۍ او وروستۍ کتنه:
په پوهنتون کي د ژبو او ادبیاتوفاکولتې د ژورنالیزم څانګي د دوهم ټولګي زده کوونکی (۱۳۴۹ کال) یم. د پوهنتون ګرمه سیاسي فضا او زما ځانګړې علاقه د دې سبب سوه چي د نورمحمد تره کي سره ووینم څو چي د ارتباط د غړي خدای بخښلي کاظم ملوان په مرسته مي د لیدو وخت او ځای تثبيت سو یعني د ماپښین پر څلورو بجو دده کورته چي په کارته چار کي واقع وو د مرحوم
کاظم ملوان سره یو ځای ورغلم.
چي خبري را لنډي کړم په ډېر ورین تندي ئې د پوهنتون د چاپېریال د اړوندو سیاسي حالاتو په هکله د نظر تر تبادلې وروسته ، د مبارزې او په تېره بیا د سازماني مبارزې پر ضرورت د ټينګار په ترڅ کي وویل: چي د هیواد د سمسورتیا له پاره هلي ځلي او مبارره ډېر خوند کوي.
ماورته وویل درسته ده خوزه نه غواړم چي د خوند له پاره مبارزه وکړم او دغه لاره مي د خوند په خاطر نه ده غوره کړې بلکي پوهېږم چي په دې لاره کي د تهدید څخه نیولې تر بندي او وژل کېدو پوري، ستونزي موجودي دي. په جواب کيئې راته وویل چي دا بنديخانه ئې هم خوند کوي.
د ښاغلي رشید ارین سره:
دښاغلی رشید ارین سره مي په تېره بیا د کندهار په پښتونستان هوټل کي چي په هغه وخت کي د منورینو د راټولېدو او بحثونو مرکز وو، ډېر سیاسي بانډارونه کړي دي.
ارین صاحب د سیاسي پوهي تر څنګ د خبرو ظرافت او ټوکي مزاج هم لري. د مثال په توګه یو وخت چا پوښتنه ځني وکړه چي ارین صاحب دا حرکت تعریف کړه. ده جواب ورکړ: “حرکت دا دئ چي پر مخ ځه پر شا راځه کونه کږه وږه کوه.”
د ۱۳۴۶-۱۳۴۷ کلونو را وروسته چي د ګوند په دننه کي انتقادي څپې راپورته سوې هغو کسانوته چي دګوند پر ځينو اشخاصو او یا کړنو بانديئې نیوکي کولې، د انتقادیونو په نوم یادیدل چي په لومړي سر کي ارین صاحب هم د زیاترو نیوکو سره موافق وو او کله کله ئې حتی تره کی صاحب ته هم د ترپ خطاب کوی خو بیا وروسته ئې له انتقادیونو څخه ځان لیري او د خلق پر ګوند باندي یې نیوکي نه پېرزو کېدې.
یوه ورځ په پښتونستان هوټل کي ناست وو یو چا ورته وویل چي آرین صاحب تا خو څه موده مخکی ویل چي تره کی ترپ (مولی) دئ. ده ځواب ورکړ: “زه اوس هم وایم چي ترپ دئ خو که ئې څوک وخوري بیا ګوزونه په اچوی.”
دغه رازد پښتونستان په هوټل کي یوه ورځ د خلق د ګوند د ځنیو غړیو ترمنځ د سیاسي بحثونو په ترڅ کي له انتقادیونو څخه کوم چا د خلق جریدې مرام د سند په توګه له جیبه راوایستی او نورو ته ئې د خپلي ادعا د ثبوت په مقصد ورښکاره کړ، خو د مقابل لوري یو تن چي جسماً تر نورو قوي وو له هغوی څخه اخبار په زوره واخست او ولاړی. د اخبار څښتن ورپسي ږغ کړل چي ستا ارین خو به هم بیا عینکي را څخه پر سترګو نه کړي.
یعني موږ به ئې هم عینکي په زوره ځنی واخلو. هغه وو چي دوی هم د ارین کورته ورغله آرین صاحب چي دروازه ورخلاصه کړه سم دستي ئې عینکي له سترګو څخه ایسته کړې او هغوی ته ئې ونیولې چي واخلئ په عینکو پسي راغلي یاست؟
دوی ته هم خندا ورغله اوبیا ئې اصلي جریان ورته ووايه.
له مرحوم ډاکتر زرغون سره مجلس:
ډاکتر زرغون چي د خوست په سیمه کي په لینن کوچک مشهوره وو، په تېره بیا د پوهنتون په مرکزي لیلیه کي به ئې په غونډو او میټنګونو کي بیانیې ورکولې او د خلقیانو د ګوند له دریځ څخه ئې کلکه دفاع کوله.ما به کله کله د لیلیې په طعام خانه کي د ډوډۍ پر وخت پر ځینو ورځنیو مسایلو باندی بحث او مناقشه ورسره کوله.
ډاکتر زرغون که څه هم له ګوندڅخه د انتقادیونو په مقابل کي کلکه دفاع کوله خو بیا هم د ګوند د رهبرۍ د پرېکړي پر اساس دی ازمایشي مقام ته په جزایي ډول راکښته اووروسته له ګوند څخه اخراج او په ټولو ګوندي غونډو کي ئې خبر خپورسو.
ماته چي د ګوند سره دده وفاداري رامعلومه وه نو دې خبر بیخي حیران کړی وم څو چي یوه ورځ د لیلیې څخه پل باغ عمومي ته په سرویس کي روان وم د ډاکتر زرغون سره په سرویس کي پر یوه چوکۍ کښېنستم نو مي سمدستي ورته وویل چي: “ډاکتر صاحب اوس خو به هغه زموږ انتقادونه او نیوکي چي په ځینو برخو کي مو پر ګوند باندي درلودلې درستي بولې ځکه چي دا دئ تاته ئې هم بې موجبه جزا درکړه….”
خو ده په ځواب کي راته وویل: “نه زه اوس هم هغه سړی یم دګوند د یوه عسکر په توګه دنده سرته رسوم.” نو زه طبعاً متعجب سوم چي دا څنګه کېدای سي چي حزب ئې د ناوړتیا او بې کفایتۍ په جرم له ګوند څخه شړي خو دی بیا هم د اعتراض په توګه څه نه وایي!
په پای کي زه پوه سوم چي قصه داسي وه:
کله چي د (مسټر بیل) په نامه یوه رساله په ګوند کي خپره سوه د نورو مسایلو تر څنګ د شاهي رژیم او کورنۍ سپکاوی هم پکښي سوی وو چي د دې کورنۍ درد اوخښم ئې را پارولی او ګوند ئېله ګواښ او خطر سره مخامخ کړی وو.
مرکزي کمټې د دې ګواښ څخه د مخنیوي په مقصد یوه عاجله غونډه جوړه کړه چي په پای کي پرېکړه وسوه چي موږ د چارواکو د نیوکو او ګواښونو څخه د خلاصون یوه لاره لرو هغه داچي د ګوند یو پېژندل سوی کدر ورمعرفي کړو چي دغه شخص زموږ له مشورې پرته نوموړی اثر خپور کړی دئ ځکه نو موږ هغه شخص دا دئ اوس په جزایي توګه له ګوند څخه وشړى.
کله چي مرکزی کمېټې دا پرېکړه ومنله بیا نو د شخص پر سر مباحثې پیل سوې چي دا کتاب پر چا تاوان سي.
تر یو او بل وړاندیز وروسته امین چي ډېر ځیرک سړی وو، و ئې غوښتل چي په یوه ټک دوه نښانه وولي نو ئې ډاکتر زرغون، چي د ګوند په داخلي مبارزه کي دده سرسخت حریف وو، ورپیشنهاد کړ څو چي نورو هم دا وړاندیز ورسره قبول کړ او په دې ډول مرحوم زرغون له ګوند څخه په مصنوعي او فرمایشي ډول وشړل سو. زرغون چي په دې جریان خبر وو نو د شړلو په وخت کيئې هم د ګوند دفاع کوله. خو بیا ئې تر پایه دا چانس پیدا نه کړ چي په ګوند کي بیرته خپل حیثیت اعاده او مقام تر لاسه کړي څو چي په پای کي د حفیظ الله امین د قدرت په وخت کي بندي او ووژل سو.
ښاغلی سلیمان لایق:
له لایق صاحب سره مي په تېره بیا هغه وخت اړیکي پیداسوې چي د (۱۳۶۴ – ۱۳۶۶) کلونوپه اوږدو کی می د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو د ریاست دنده پر غاړه اخستې وه.
او لایق صاحب د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس وو. وظیفوي اړیکو ایجابول چي په میاشت کي تقریباً دوه ځله په تیره بیا د رئیسه هیئت په غونډو کي داکاډمۍ د نورو څانګو د رئیسانو په ګډون د اړوندو چارو په هکله د پرېکړو په مقصد، پر یوه میز سره راټول سو.
که تر نورو څرګندونو تېر سم دا یوه خبره ئې زما په ذهن کي ثبت ده چي لایق صاحب د رئیسه هیئت په غونډه کي یوه ورځ موږ ته وویل:
“ګورئ تاسو خو ماته هره ورځ یو شمېر کاغدونه د لاسلیک له پاره راوړی او زه ئې هم پرته له دې چي هر مکتوب په دقیقه توګه ولولم در امضا کومه.خو تاسو بې قانونه شیان په ما مه لاسلیکوئ. که څه هم زه په دې پوهېږم تر څو چي دا نظام وي څوک زما څخه پوښتنه نه کوي. خو که یو وخت دا رژیم نه وي بیا نو هغه وخت ښایي زه خپله هم نه یم….”
باید ووایم چي پورتني اشخاص ټوله ماته د قدر وړ دي دغه پورتنۍ څرګندوني د هغوی دشخصیت د کمزورتیا په مقصد نه دي سوي بلکي فقط او فقط ناویل سوي واقعیتونه او زما شخصي خاطرې دي او بس.


