دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ننګرهار کې د ا،ا له خوا زده کوونکو ته د سپينې...

په ننګرهار کې د ا،ا له خوا زده کوونکو ته د سپينې خولۍ په سر کولو او ږيرې پرېښودو امر شوی دی

ويب ډيسک

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پوهنې ریاست زده‌کوونکو ته ویلي چې سپینې خولۍ پر سر کړي او ږیرې پرېږدي.

 

سرچینو چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې په دې تړاو په ننګرهار کې د طالبانو پوهنې ریاست ټولو ښوونځيو ته مکتوب استولی دی.

 

د سرچینو په خبره، زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه امره سرغړونه وکړي، له ښوونځيو به وشړل شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ډېری ښوونځي د زده کوونکو د ټولګيو لپاره سرپناه، د ناستې لپاره درۍ، د درس لپاره کتابونه او تختې نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه