یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد مظلومانو تعليم او د «ظالم او مظلوم»رشته

د مظلومانو تعليم او د «ظالم او مظلوم»رشته

ليکنه :رفيع پښتون

يو پښتون شاعر عجب ښه شعر وئيلي دی چې !
دا تعليم چې ورته وايي تعليم نه دی
سم تعليم چا ته ورکړي غليم نه دی

ګرامچي وايي چې کله سرمايه درانه نړۍ پر مخ ځي نو هغه خپله hegemony هم برقراره ساتي او په زړه پورې خبره دا ده چې غلام په غلامي او د دوي په بالادستي کښې خوشحاله ساتي چې ورته «consent manufacturing» وايي.

ګرامچي بيا درې filler بيانوي چې رفيع الله کاکړ ډېره ښايسته بيان کړی دی. چې کلتوري، نظرياتي او معاشي وي. کلتوري داسي وي چې خپل کلتور ورته بد وړاندې کړي استعماري کلتور ورته سپريم ښکاره کړي،نظريات يي بيا داسي غلام وساتي چې کارخانې کارول پکي لوي رول لري يعني په دې يي مطمينه کړي چې اصل ګټه په دې که ده ،دوي ورته وايي چې اصل تګه لاره هم زمونږ غه دغه ده.

په دې کښې بيا ډېر غټ رول د پوهنتون، پوهنځی، د زدکړو ادارو ، نصاب هم وي، رسنۍ يی طاقتور tool دی د culture hegemony په توګه کارول کېږي. فالو پرېری په pedagogy of oppressed(د مظلومانو تعليم) کي پر دې خبره زور ورکوي چې محکومو قومونو ته پکار دي چې متبادل د مظلومانو تعليم وړاندې کړي چې استعماري ذهينت څخه پاک وي او د مظلومانو په ګټه وي،تخليقي پوښتنې مخې ته راوړي.

دا له تعليم سره سياسي عمل هم دی چې ژبه پکي لوی رول ادا کوي.
پوښتنې استعداد راپاروي.يعني د ځواب ورکول پر ځای ځواب پيدا کول او د پوښتنې ځواب لټول دی.
طبقاتی ټولنه کښې دغه طريقه کار برابري او ازادي ته لاره هواروي.

که د مظلومانو د تعليم لاره خپله کړل شي. انقلابي تحريکو کمزوري هم د تعليم ماډل سره تړلي دي ځکه چې د مظلومانو تعليم ډیر دروند کردار ادا کوي.

د تعليم په ټولنیز غورځنګونو کښې څه کردار وي؟
دا څنګه منظم کيدلای شي؟ د ظالم او مظلوم رشته په ګوته کولو کښې تعليم څنګه رول لوبولايیشي.؟
نوابادتي ذهينت څرنګه وي.؟
او دا څنګه اثر اچوي تعليم ددې ضد څه کولای شي.
؟
بل دا چې Banking idialogy of education څه دي؟
پر دې خبره باندې ډیر زور اچوي د دې نظام سخت ضد او د دې ته په ډیر تنقيدي نظړ ګوري او د مکالمې پر اهميت باندې(mutual discussion) زور ورکوي.

يعنی د فراري په نظر ازادۍ هغه وخت ممکنه ده چې مظلومان تعليم پکار راولي او د روايتي (traditional) تعليم څخه ځان خلاص کړي.
تعليم مظلومان هله پکار راوستلای شي کله چې مظلومان تضادات (contradiction) وپېږني، کوم چې د دوي محرومي باعث ګرځېدلي وي.

د فالو فرارې په نظر د جبر دپاره يواځی نصاب نه بلکه مذهب ،کلچر ،زبان،ميډيا،اعتقادات اخلاقې بيانې ټول د مظلومانو دپاره ګټور نه ثابتيږي دغه ټولي خاموشي ماتولو دپاره يو تنقيدی نظام تعليم ماډل مهم دي.

فرارې د مډل کلاس څخه وو famous educator وو په خپل ژوند کښې ډېر زياتې ستونزې ګاللې وې. وروستو يي دا کتاب وليکو چې د education top five books په قطار کې راځي.
دا سل پاڼې کتاب دي په دا کښې څلور chapter په کې شتون لري .

د مظلومانو د تعليم تر عنوان لاندې دی، د برازيل ماهر تعليم فلاسفر و، 1968 کښې پر څلور باب باندې دا کتاب وليکلو .

پر دې کتاب لومړی ځل د مارکسزم د الزام پر اساس بندیز ولګیده.
ولې چې د ده مظلومانو خبره کړې ده که څه ده د تعليم په هکله بېل نظر و، د سوړ جنګ وخت وه چې استعماري نړۍ د مظلومانو او قامونو هر خبره د سوشليزم او کميونزم سره تړله چې څنګه دا سپېڅلي نظرياتو ضد پروپاګنډ وکړي دغسې پر دې شاهکار کتاب هم دغه تور ولګیدلو.

دا کتاب هغه ټول رازونه را څرګنده کړل کوم چې د مظلومانو د غلامي سبب ګرځیدلو. د مظلومانو ته د نوابادتي ذهنيت په ګوته کوي،د ازادۍ لاره مظلومانو ته په ګوته کوي .

مظلومانو ته د خپل حثيت بحال کولو دپاره مبارزه لاره ور ع څرګنده کړه.

مهم مجلس يي دغه وروښودلو چې غور وفکر ،خبرې اترې ته پاملرنه ورکړئ معنا د غوروفکر بغیر عمل هسې )(shoot in the dark )ګنې چې هیس پایله نه ورکوي، بلکې مینه ،يقين ،باور د محت منده مکالمې لپاره لاره هم نه هواروي.

مظلومانو د ازادۍ دپاره بايد چې دوه اړخيزه خبرو څخه ګټه پورته کول شي ولې چې د مظلومانو د ازادۍ راز په دې کښې پټ دی.
فرارې ځانګړی صفت دا د چې تعليم ته په تنقيدي نظر ګوري ولې چې هر وخت استحصالي طبقې د اسبابو په توګه کارولي دی چې څنګه مظلومان محکوم وساتي.

ځکه فرارې د ازادۍ ماډل مخته راړي ،ځانګړې طريقه تدريس،تعليمي مواد، زدکونکي کردار او د زدکونکو ذمه واري ټولو ته په ډیر ځيرک نظر ګوري.

ددې کتاب موضع د ظالم او مظلوم ګېر چاپیره ګرځي وايي چې چاپیریال کښې مظلوم کله ظلم نظر انداز کوي دغه حاکمې او ظالمې طبقې ته نوره وده ورکوي. د محکومې طبقې کومه لويه برخه (large population) هغه له دې ظلم ژغورل،پرامن دنيا جوړول چيري چي ظالم او مظلوم نه وي.

دا ټول د ظالم و مظلوم هغه وخت ختم کولاي شی چې موږ د مظلوم پر تعليم (education)نظر واچوو او پاملرنه ورکړو.
بل دا چې د دروغ تعليم (جهوٹا تعليم ) يا banking system of education چې دي دا ظالمانو tool دي طريقه وردات دی چې څنګه مظلوم له دې تعليمي او تنقيدي لاره څخه محروم وساتي.

دا نظام يې تعليم داسي انسانان پيدا کړی دي چې ورته (لکها پڑها جاهل) وايي خپل سوچ نه لري بس ړوند وي چې څه ورته وايي هم د هغه پېروي کوي،هغه سوچ له دې تعليمی لاری خپلوي کوم چې حاکمه طبقه غواړي. د دې مثال داسي ده لکه په بانک(bank) کې چې څوک پيسه جمع کوي اور بيرته يې راباسي یا د بېلګې په توګه ښوونکی چې وي کلرک وي او د لوستونکي ذهن اکاونټ وي چې یوازې معلومات وراچوي.

ځکه فرارې وايي داسي تعليم کاڼه پيدا کوي چې ټولنه ته هيسي ګټه نه رسیږي بلکه نور هم حاکمه طبقه مضبوطه ساتي د پاکستان تعليمي نظام يې تر ټولو لوی بیلګه ده .

ځکه فرارې وايي چې problem posing education پکار دی چې تنقيدی سوچ ولري ، وايي چې استاد بايد praxis زدکړې استاد يې خپله هم زدکوي او ټيچر هم زدکړه کوي په دې عمل کښې practice عمل ته ډیر پاملرنه ورکول شوی ده ،پريکټس سره سره غور وفکر او وروستو عمل پر کول دی چې Action and reflection ورته وايي.

فرارې پر دې خبره زور کوي چې یوازې سوچ نه بلکې عمل هم کول دی يعني د عمل او سوچ ګډون دی،ولې چې سوچ او عمل يو د بل دپاره لازم او ملزوم دی.

ښوونکی او زده کوونکی علم بايد praxis کوي د خپلي ټولنې په هکله تنقيدي سوچ لرل او هغه سوچ بيا عملي کول دي.

استاد ته دا هم پکار دي چې طالب علم ته دا وروشوي چې ظلم خلاف څنګه لوستونکي وپاروي لوستونکي کي ته دا ور په ګوته کړي چې چرته چې هم هم ظلم وویني په هغه باندي بايد سوال پورته کړي او بيا د دې سوال ځواب ولټوي يعني دلته پر دې زور ورکوي چې سوال هم په خپله وکړي او ځواب يې هم ولټوي.

له دې سره پر دې خبره هم زور کوي چې طالب علم ته critical thinking دومره پکار دی چې رټه تعليم څخه پوره ډډه وکړی ،استاد بايد داسي خلګ پيدا کړی چې شعور ولري ،تنقيدی نظر او سوال پورته کولو جرت ولري او بيا د هغه جواب لټولو هم په خپله هلې ځلې وکړې.

ورستو د Dialague خبره کوي چې طالب علم بايد مجلسونه وکړی (discussion method ) خپل کړي. ياده دي وی چې دا هغه طريقه ده، چې نن صبا په pedagogy کښې discussion درس او تدريس باقاعده برخه دی .

پر دې خبره هم زور ورکوي چې استاد په اصل کښې زدکونکي دې چې پر دې اسلس او تګلاره زدکړه هم کولاي شي. طالب علم چې کله تنقيدي شعور خپل کړی بيا لوستونکي د ظلم او ناهمواري ضد مباریزه کولی شي.

دا هم ورشوي چې Dialague څوک کولاي شي؟ ډائيلاګ هغه څوک کولاي شي څوک چې د محبت جذبه لري ، د محبت جذبه يوازې يو انقلابي لرلی شي ،ډائيلاګ دپاره عاجزي مهم ده،بل د ډائيلاګ دپاره په ولس کي وسېدل او ولس سره نزدې پاته کېدل مهم دي،فرارې نه د ايکټيوزم حمايت کړې دی او او نه د verbalism بلکه دواړو تر مينځ د ګډون خبره کړې ده، انقلاب دپاره اميد ضروري ده چې د يو انقلابي به دا اميد وي چې دا سرمايه دنيا به يو ورځ د زوال سره مخامخ کېږي بل دا چې د ډائيلاګ دپاره پر انسانانو اعتماد مهم دي چې اعتماد بحال شي ډېر شيان له دې سره هم تړی دي.

د مظلومانو تعليم کښې د فرارې بنيادي نظريات د بينک ماډل «Bank model » ختم کول باندې ګرځي راګرځي. بينګ ماډل معنا دلته دا ورکوي چې په هر بينګ پيسي deposit کول په دا طريقې بايد طالب علمانو د information ګودام جوړ نه کړو بلکه پر دې خبره زور ورکوي ،وايي چې مسايل پيدا کولو او داسي critical ماډل پيدا کول مهم دي چې څنګه د طالب علمانو تنقيدي شعور پر مختګ وکړئ..

فرارې پر تعليم تنقيد ځکه کوي چې د ده په نظر چې موږ ته داسي تعليم ضرورت دی چې په هغه کښې د ازادۍ او د یوالي خبره وي په روايتي تعليم باندي موږ خلګ “dehumanize” (غير انساني ) کوو ځکه يي  پر جديده،تنقيډي ماډل يې زور ورکړی دی.

يوازې  په ټولنه کښې غونډیدل بسنه نه کوي نه  بلکې د خلګو تر مينځ “mutual respect” اعتماد او باور باندي زور اچوي.

په تخليق کښی هر څه پر استاد نه اړوي بلکه داسې تعليم باندې زور اچوي  چې لوستونکی پکې مشغوله وساتي.

نو ځکه مونږ وئيل شو.

بالادست طبقه خپله بالادستي ساتلو او جوړولو لپاره د تعليم ټکي کاروي،خو په يو استعماري او سامراجي حالت کي ګېر يو قام به تعليم د خپلواکي او ازادي لپاره په کار راولي که يې نه راولي دا تعليم د قام د نور غلامي سبب ګرځي.

دا ثابت وي چې د تعليم د لارې غلامي نوره څنګه ټینګېږي.

هغه کښې يوه سياسي ټولنه چې رياست او حکمرانان يې برخه دي دويمه مدني ټولنه چې پکي لوی رول لوبوي چې ټولنیز چاپیریال پوهان او تنظيمونه يې لوی مثالونه دي.

فالو فريري د راکړه ورکړه تعليم سخت ضد دی چی ورته banking model education نوم ورکړی دی.

دا د جابرانه تعليم يو شکل ګني. د دې پر ځای فرايری د problem solving education خبره بانډې زور ورکوي.

په داسی تعليم کښې لوستونکي د خپل ژوند تجزيه کولاي شي, حقيقي مسايل تجزيه او د هغو د حل لاره لټولاي شي، د سوال د ځواب لټولو لپاره د Dialague څخه کار اخلي.

د دې مقصد اصل دا دی چې د غريبانو تعليم بايد د برابروي، او ازادي لپاره وي يعني د دوي تعليم بايد دا ماډل وي چې ظالم او ظلم نه يوازي سره بېلولی شی بلکه د شه او بد تر مينځ فرق کولاي شي پر هغه سوال پورته کولاي شي او ځواب يې هم لټولی شي. تنقيدی شعور هم داسي چې ازادي او خپلواکي ته لاره جوړه کړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه