یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيخوشحال خان خټک څوک ؤ

خوشحال خان خټک څوک ؤ

لیک: عدنان خیالي

خوشحال خان خټک (۱۰۲۲-۱۱۰۰ هجري) د پښتو ژبې او ادب محسن په کال ۱۶۱۳ ء کښې د شهباز خان کره په اکوړي کښې پېدا شوے وۀ ـ دا د مغلي جهانګیر زمانه وه ـ د خوشحال خټک ژوند د وړومبو ورځو نه د سختو سره مخ وۀ ـ بیا جنګونه، د زامنو بې وفایې، قېد، د خواخوږو مړینې، د پښتنو د دوي د تېر کردار له وجې ورسره نۀ ودرېدلو او په بوډاتوب کښې هم له تکلیفونو ډک ژوند تېرولو په دې مجبوره کړے وۀ، چې ووایې:

لا یو شور راځنې لاړ نۀ وي بل راشي
مګر زۀ پېدا په ورځ د شور و شر یم

د دوي کورنۍ د ملک اکوړ خان او اکبر له وختو نه د مغلي حکومت منظور نظر وۀ ـ خوشحال خټک هم د پلار د مرګ (۱۰۵۰هجري) نه پس د خپل قام،قبیلې سردار ټاکلے شوے وۀ ـ او بیا چې کله شاه جهان د بیمارۍ له کبله د سلطنت د امورو سر ته رسولو نه پرېوتلو نو د اولاد ترمنځه ئې د اقتدار جنګ شروع شو او په دغه کښې اورنګزیب عالمګیر کامیاب شوـ نو هغه ورځو کښې ورته خپل پوهه تدبر اور شوـ د څو سازشیانو په سازش ګرفتار شوـ اول پېښور او بیا د هند رتنبور قلعه ته ولېږلے شوـ

پښتنې جونه دې زلفې باد ته نیسې
چې هوا ئې بوي راوړي و رتنبور ته

د دې قېد دوران کښې ئې د مشرۍ کولو په لړ کښې د خپل علم نچوړ د کتاب “دستار نامه” په صورت کښې ولیکلوـ هم دا قېد وۀ چې خوشحال ئې بدل کړوـ او وۀ ئې وئیل

پس له بنده دے دا عزم
د خوشحا د خاطر جزم
یا نیولے مخ مکې ته
یا مغلو سره رزم

یا دا چې:

‏پرورده که د مغلو په نمک يم
د اورنګ له لاسه هم له غريوه ډک يم

چې منصب مې د مغل خوړو مَلِک وم
چې منصب د مغل نشته او مَلَک يم

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالے د زمانې خوشال خټک يم

د شور و شر نه د ډک ژوند تېرولو باوجود د هغوي علمي او ادبي قد ته لوستونکي حېرانیږي ـ د خپل ځانګړي فن او فکر له کبله د پښتو ادب نه علاوه په نور نړیوال ادب کښې به ئې هم ثاني په ګرانه پېدا شي ـ

خوشحال خټک ډېر د ګڼو خوبیو مالک وۀ ـ د یو سردار، فوځي جرنېل، جغرافیه پوه، ماهر نفسیات، ماهر معیشت او ټولنپوه سره سره هغه شاعر وۀ دیوان/کلیات ئې لوے مثال دے ـ چې فن او خصوصاً موضوعاتي تنوع ته ئې د شعر و ادب پوهان حېرانیږي ـ هغه نثر نګار وۀ “دستار نامه” ئې شاهکار دے، چې د دستار تړونکي په اړه ئې په کښې شل هنرونه او شل خصلتونه بیان کړې دي ـ املا سمونوال وۀ “زنځیرۍ” ئې ایجاد کړې ـ چې د هغه وخت پټه ژبه/کوډ ورډز خبرې ـ د مرغیو/بازونو په علم پوهه وۀ “بازنامه” ئې لیکلي ـ چې په کښې د پېدائش او ساتلو نه واخله تر بیماریانو او دارو پورې بیان شته ـ بیاض ئې ذاتي ډائري ده چې نمسي افضل خان خټک ترې ځینې حصه په تاریخ مرصع کښې راخستې ـ

د مذهبي پوهې اندازه ئې د “فضل نامه” نه لګولے شئ ـ چې دیني احکام ئې ډېر په ښکلي انداز منظوم کړې دي ـ مترجم/ژباړن وۀ “نام حق” ئې مثال دے ـ سفرنامه نګار وۀ سوات نامه او د رپورتاژ ئې هندوکوه نامه ئې بېلګه ده ـ د خپل وخت د طب/طرز علاج نه څومره خبر وۀ ـ دغه تاسو “طب نامه” کښې کتلے شئ ـ فراق نامه ئې د قېد و بند شاعري ده ـ غرض کۀ یو څوک د ګڼو علمونو یا ادبي،سیاسي،سماجي،معاشي تحریکونو پوهه لري او د دوي کلام لولي، نو ځاے په ځاے به ئې څرکونه/نظرونه/فکرونه په کلام کښې محسوسوي او د دور اندیشۍ، علم او پوهې ګواهي به ئې ورکوي ـ

ځینې نور کتابونه ئې هدایه کفایه(ترجمه)، آئینه، فرخ نامه، د پښتنو تاریخ، وغېره یادیږي ـ هسې د خوشحال خټک کتابونه په لسګونو یادولے شي خو مونږ سره موجود وخت کښې د هغوي کم کتابونه په لاس راغلي ـ دې کښې هم زیات د شعري کلیات څخه بېل شوې دي ـ خو بیا هم دا خبره عیان ده چې څومره څۀ ئې په لاس راغلي دي، هغه ئې د تعریف،تعارف، ژوندے ساتلو د پاره کافي دي ـ پښتانۀ به پرې تر ترتله ویاړي ـ

د خوشحال خټک نه علاوه د هغه په اولاد کښې اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، سکندر خان خټک، ګوهر خان خټک او صدر خان خټک هم لیکوالان ووـ نمسي افضل خان خټک ئې هم لوے کار کړے چې د پښتنو، خټکو او خوشحال په اړه تاریخي مواد ئې د تاریخ مرصع برخه جوړه کړې ده ـ دې نه علاوه د خوشحال او کورنۍ د اثارو په خوندي کولو کښې هم لاس لري ـ

خوشحال خټک انسان وو، په هره حواله پوره نۀ شي ګڼلے کېدلے بیا هم کۀ د جنګي یا سیاسي ژوند سره ئې د چا اختلاف وي هم خو په علمي او ادبي حواله به ئې مقام مني ـ هغه د ځان په اړه وایې:

کۀ د نظم کۀ د نثر کۀ د خط دے
په پښتو ژبه مې حق دے بې حسابه
نۀ پخوا په کښې کتاب وۀ نۀ ئې خط وۀ
دا دے ما په کښې تصنیف کړل څو کتابه
د خوشحال خټک په ژبه برکت شه
چې وئيل کا په پښتو لۀ هره بابه

د پښتو شاعرۍ نه علاوه ئې فارسي هم کړې ده ـ چې په کلیات کښې شتون لري ـ د خوشحال د ژوند او فکر و فن احاطه په دې مختصر لیک کښې نۀ ده ممکن، ځکه چې په دې شخصیت په پښتنو کښې تر هر چا زیات سندي او غېر سندي کار شوے دے ـ لا د نور کار ځاے په کښې هم وخت په وخت را ووځي ـ

د غزل نمونه:

۱- خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي
ښکلي غاښ دې ملغلرې نۀ دي څه دي

بې له تا چې راته نور مخونه ستائي
دا وما وته خبرې نۀ دي څۀ دي

چې تسخير په تورو سترګو کا د زړونو
سيه چشمې سحرګرې نۀ دي څۀ دي

چې د زلفو په زنځير ئې زمری بند کړ
هوسۍ سترګې زورورې نۀ دي څۀ دي

چې د باغ سروې ئې پستې تر قامت دي
پښتنې په قامت سترې نۀ دي څۀ دي

وایې نورې مينې لرې کړه له دِله
ستا د مخ په دور لرې نۀ دي څۀ دي

چې لاشې یې د خوشحال په زړۀ څرخيږي
سرې لښتۍ يې سرې بنبرې نۀ دي څۀ دي
،

۲- صورت ګر چې ښۀ صورت په ديوال ساز کا
کل عالم ئې په صفت زبان دراز کا

د هغۀ نقاش په صنع نظر نۀ کا
چې لۀ څۀ څاڅکي نه دا نقش و طراز کا

سترګې وروځې پوزه نور کېږي په مخ کښی
غاښ و شونډې ژبه خولۀ سره پرداز کا

يو سر بل سر په سر جوړ کا دوه غوږونه
چې په دواړه اورېدنه د اواز کا

بند په بند د لاسو ګوتې وبله کېږدي
سر تر پايه درست صورت سره يوب راز کا

که څوک زر کتابه وکښي له دې بابه
که کښل شي زر به نور پسې اغاز کړه

هر ويښتۀ چې په صورت باندې ليدۀ شي
که پرې ځير شې د شناخت ور به درته واز کا

خاص بنده د خدائے هغۀ ګنه خوشحاله
چې د ځان په معرفت ئې سرفراز کا

خوشحال خټک د دوران، ځان، بچو غمونو، د مغلو بې ننګۍ او پښتنو د اتفاق ارمان زرې زرې ګور ته وړے وۀـ

مغل بې قدره ، پښتون بې ننګه
توبه له تورې ، توبه له جنګه

تسبې په لاس کښې په نظامپور کښې
ناست په مسجد کښې جمدر تر څنګه

تيراه مې اوليد راغلم تر سواتَ
پښتون مې اوليدۀ د لوئی لوئی ذاتَ
عقل همت مې د چا ونۀ ليدۀ
په بيرته راغلم ناست يم ملا ماتَ

وګړي واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي چې کار د بل کا
څوک چې ارام ګټي د نېکو نام ګټي
د خوږو زړونو دارو به تل کا

کۀ تازي ژبه هر ګوره ښه ده
فارسي هم ډېره په خوند خوږه ده
چا يې پلؤ د مخ وانخست
پښتو لا هغسې بکره پرته ده

یا
زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده
په اور وسوزه دا تورې قلمونه

البته دا دعویٰ ئې بیخي سمه ثابته شوې چې:

د خوشحال قدر کۀ اوس په هیڅ چا نشته.
پس له مرګه به ئې یاد کا ډېر عالم

۲۰مه فروري د دې عظیم لیکوال د تلین ورځ ده ـ خداے دې وکړي چې پښتانۀ دا سړے په ښۀ شان وپېژني او د افکارو نه ئې رڼا واخلي ـ

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه