یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبياصغر افغان وايي :د ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو لامل ناسم مديريت...

اصغر افغان وايي :د ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو لامل ناسم مديريت دی.

ويب ډیسک

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د کرېکټ ملي لوبډلې وروستيو پرلپسې ماتو ته په اشارې سره ويلي، چې د ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو لامل ناسم مديريت دی.

افغان په خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، چې د سريلانکا لوبډلې له‌خوا زمونږ د ملي لوبډلې پر ماتو خواشینی دی او پایلې باید داسې نه وای.

هغه زیاته کړې، زه خپل لوبغاړي شاید تر بل هر چا ښه وپیژنم او تر څنګ یې شاید د سیالیو میدان کې د هر یوه د قوت او ضعف په ټکو تر بل هر چا ښه درک ولرم، ځکه خو په پوره ډاډ ویلی شم، چې زموږ لوبډله او اتل لوبغاړي د سريلانکا لوبډلې او لوبغاړو په پرتله خورا پیاوړي او د ډېرو تجربو درلودونکي دي.

د افغان په وينا، دا چې ولې پرلپسې ماتېږو، ښايي عمده لامل یې تر موږ د مقابلې لوبډلې ښه مدیریت او سیالۍ کې په پلان د عمل پوره تمرکز وي، چې زه یې له بده‌ مرغه له ډېره وخت راهیسې د خپلې لوبډلې په مدیریت کې نه وینم.

دغه تجربه لرونکي لوبغاړي د وړانديز په بڼه زياته کړې، دا ډېره اړینه ده چې هېڅکله باید مدیریت صرف په خبرو او پلان صرف په تیورۍ کې راټول نه شي، بلکې پوره عملي کار غواړي او ښه سم یې (د سیالۍ له سره تر پایه) غواړي.

هغه يادونه کړې، چې لوبډله د متفاوتو مثبتو پایلو لپاره پوره حاکمیت، اغېزناک مدیریت او انسجام او د یوه منلي او منظم مضبوط سیستم له لارې هراړخیز چمتووالي ته اړتیا لري او دا د کرېکټ په نړیوال سټېج کې یو منل شوی حقیقت هم دی.

د يادونې وړ ده، چې اصغر افغان د کرېکټ ملي لوبډلې يو له بريالیو لوبډلمشرانو تېر شوی، چې په خپل وخت کې يې د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ګټلې دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه