ضياءالحق امرخېل وايي، د افغانستان ستونزې له افغانانو پرته بل هېڅوک نه شي حل کولای.

0
259

ويب ډیسک

په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر ضياءالحق امرخېل وايي، د افغانستان ستونزې له افغانانو پرته بل هېڅوک نه شي حل کولای.

ښاغلي امرخېل د دوحې وروستۍ ناستې ته په اشارې سره ويلي، که بهرنیانو د افغانانو اساسي ستونزې حل کولای شوای، نو تېرو څلور لسیزو کې به افغانستان ګل او ګلزار ؤ.

ضياءالحق امرخېل په خپلې اېکس پاڼې ليکلي، دا ثابته شوې چې پیاوړې ملتونه نورو ته نه دي انتظار شوي، لاس په کار شوي او خپل وطنونه یې جوړ کړي، نو افغانان هم له هېڅ چا کم نه دي او د وطن د ښېرازۍ، آبادۍ او سوکالۍ لپاره هر ډول اقدام ترسره کولای شي.

نوموړي د وړانديز په بڼه ويلي، د حذف کولو له سیاسته هم څه نه جوړیږي، غوره ده چې افغانان د یو بل منلو، زغم او خپله د یووالي سیاست غوره کړي، ترڅو خپلو ستونزو ته پخپله رسېدنه وکړو.

ښاغلی امرخېل داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ ناسته پرته له کومې پایلې او لاسته‌راوړنې پای ته ورسېده او څومره چې هيله‌مندي وه، هغومره اغېزناکه ثابته نشوه.