ويب ډیسک
د ننګرهار پخوانی والي ضياءالحق امرخېل د طالبانو وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې چې له مخې یې ښځې نه شي کولی پارکونو ته لاړې شي، ویلي ډېرې خویندې او میندې د ډاکټرانو په مشوره د روغتیا لپاره پارکونو ته تللې او قدم به یې واهه؛ چې دا حق يې هم سلب شو.
ښاغلي امرخېل له طالبانو غوښتي چې د داسې پرېکړو پر ځای باید د ښځو بنیادي ستونزو حل لپاره هڅه وکړي او زیاته کړې یې ده چې نور هېوادونه غواړي وګړي یې سوکاله شي خو دلته د ژوند کړۍ لا پسې تنګېږي.
ضياءالحق امرخېل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د نوې پرېکړې له مخې ښځې نور نشي کولی پارکونو ته لاړې شي.


