ویب ډیسک
د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې پاکستان نیوزیلنډ ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
لومړی توپ وهنه نیوزیلنډ وکړه او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه. د پاکستان اوپنرانو محمد رضوان او بابر اعظم له لومړي سره ښه پېل وکړ او دواړو پنځوسیزي وکړې.
په پای کې پاکستان ټاکلی هدف د درو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۰م اور په لومړي توپ پوره کړ او په دې توګه د شل اوریز نړیوال جام پای لوبې ته ورسید.
د نیمه پای لوبو په ترڅ کې به انگلستان او هند خپله لوبه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۰مه) وکړي او د دغې لوبې گټونکې لوبډله به له پاکستان سره د نومبر په ۱۳مه پای لوبه وکړي.


