ويب ډیسک
د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پای لوبه کې انګلستان هند ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او د نړیوال جام پای لوبې ته یې لار ومونده.
انګلستان به د نومبر په دریالسمه له پاکستان سره پای لوبه وکړي. انګلستان د ټاس تر ګټلو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
هند په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره انګلستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
د هند له لوري ویراټ کوهلي او هارډیک پانډیا په دغه لوبه کې نیمه پنځوسیزې وکړي؛ خو په ځواب کې انګلستان له لومړي سره خورا تیزه لوبه پېل کړه او د هند توپ اچووونکي ونه توانیدل چې الیکس هلز او جوز بټلر له منډو جوړولو راوګرځوي.
کله چې پاور پلې یعنی شپږم اوور پای ته ورسید نو دغو دواړو اوپنرانو ۶۳ منډې کړې وې. په پای کې هلز ۸۶ او بټلر ۸۰ منډې وکړې او په دې توګه یې په یوازې سر د هند له لوري ټاکلی هدف په شپاړلسم اور کې پوره کړ او پای لوبې ته یې لار ومونده.


