دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهند : مسافر وړونکی بس یوې کندې ته لوېدلی چې له...

هند : مسافر وړونکی بس یوې کندې ته لوېدلی چې له امله یې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

ويب ډیسک

د هند په لویدیځ کې یو مسافر وړونکی بس له لوې لارې یوې کندې ته لوېدلی چې له امله یې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

پولیس وایي، دا مسافر وړونکی بس د شنبې په روځ چپه شوی چې په کې د موسیقۍ ډلې لسګونه غړي سپاره ؤ.

د پولیس په وینا د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مالي مرستو اعلان کړی دی.

د دې پېښې څرنګوالی لا تر اوسه معلوم نه دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه