دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد سوډان په پلازمېنه خرطوم او ځینو نورو سیمو کې د پوځ...

د سوډان په پلازمېنه خرطوم او ځینو نورو سیمو کې د پوځ او ملېشې ځواک ترمنځ نښتې شوې

ويب ډیسک

د سوډان په پلازمېنه خرطوم او ځینو نورو سیمو کې د پوځ او ملېشې ځواک ترمنځ نښتې پيل شوې دې چې له امله یې یاد هېواد کې د پراخه جګړې او ناامنۍ وېره رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې په پلازمېنه خرطوم او نورو ګردچاپېره سیمو کې د درنو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د ملېشې ځواک په یوه خبرپاڼه کې پوځ تورن کړی چې د خرطوم په سویل کې یې د دوی پر یوه مرکز برید کړی دی. یاد ځواک همداراز د هوايي ډګر او جمهوري ریاست د ودانۍ او په سویل کې د ماوري ښار د هوایي ډګر او پوځي مرکز د نیولو ادعاوې هم کړې دي.

د سوډان پوځ ویلي جګړه وروسته له هغه پیل شوې چې ملېشې ځواک د پلازمېنې په سویلي برخه کې د دوی پر پوځي ځواکونو د برید هڅه کړې او وروسته پوځ دا ډله «باغي ځواک» بللی دی.

سوډان کې د پوځ او ملېشې ترمنځ مخالفت له څه وخته را پيل دی چې له امله یې د جمهوریت د احیاء لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نړیوالو په ملاتړ هوکړه‌لیک هم ځنډېدلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه