دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا وايي، د افغانستان ۶ ميليونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي

اوچا وايي، د افغانستان ۶ ميليونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي، د افغانستان ۶ ميليونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او دا د ټولې نړۍ په کچه د هغه شمېر کسانو لوړه شمېره ده چې له احتمالۍ قحطۍ سره مخ دي.

دغې ادارې ويلي، په دې تړاو بايد همد اوس اقدام وشي.

اوچا خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، ښايي يو انساني ناورين رامنځته شي، مګر دا چې فوري بوديجه تامين شي.

د خوړو نړیوال سازمان له دې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ که په راتلونکو ورځو کې ورته مرستې ونه رسېږي، افغانستان کې به ۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ شي.

که څه ت.البانو تر اوسه په دې تړاو څه نه ويلي خو په افغانستان کې د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه