ويب ډیسک
په یوه ولسي غونډه کې د جاپان صدراعظم فومیو کوشیدا، د وینا پر مهال د چاودنې غږ له اورېدل کېدو وروسته کوشیدا خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.
د راپورونو له مخې د جاپان صدراعظم په واکایما سیمه کې غونډې ته وینا کوله چې د یوه کس له لوري پرې د چاوېدونکو توکو ګوزار شوی، وروسته لوګی پورته شوی او د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی، خو چاته د زیان اوښتو راپور نه دی ورکول شوی.
پولیسو یې په اړه د ریوجي کیمورا په نوم ۲۴ کس تورن نیولی، چې د انګېزې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
صدارعظم کوشیدا د خلکو د اندېښنې او ګډوډۍ سره مخ کېدو له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.


