یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد رواني ناروغیو پېژندنه

د رواني ناروغیو پېژندنه

لیک : ډاکټر احمد الله مزمل
سره له دې چې په ټولیزه توګه د رواني ناروغیو د پېژندلو او درملنې په هکله د ټولنې د پوهې کچې پورته شوې مګر بدبختانه لاتر اوسه هم داسې تر سترګو کېږي چې یو شمېر وګړي په دې ندي توانیدلي چې د رواني اختلالاتو او د رواني ناروغانو په مقابل کې څه ډول چلند وشی.

ډیری وخت د رواني ناروغیو په هکله بد ګماني ددې سبب شوې چې د روغتیا د پرمختګ او د ناروغی د درملنې مخه ونیسی، د لته یې له یو څو مثالونو څخه یادونه کوو: یو شمېر خلک په خپله رواني ناروغ د ناروغ شخص په کمزوری تلقی کوي چې داسې نده، بل داچې یو شمېر خلک فکر کوي چې که چیرې رواني ناروغ وغواړي په خپله کولی شي چې د ناروغی اعراض او علایم کنترول کړي، د رواني ناروغانو چلند قابل د اعتبار نه دی نو نشوکولی چې کړنې یې جدي ونیسو، رواني ناروغی درملنه نه لري باید شخص په خپله د ناروغی څخه ځان را اوباسي، د رواني ناروغیو ډاکتران هم نشي کولی چې په سمه توګه د ناروغ درملنه وکړي یوازې د ارامولو دارو ورکوی اوبس او د هغې درملنې سره هم ناروغ معتاد کېږی، دا ټولې هغه کلیشې او ناسمې انګیرینې دي چې د یو شمېر اشخاصو او که په ټولیز ډول ووایو یو شمېر ډاکټران چې په نورو رشتو کې کار کوی هم په دی لېست کې راځي چې د رواني ناروغی اړوند داسې اند لري.

مګر په اصل کې د رواني ناروغیو په هکله نوي تحقیقات ددې ښونه کوي چې پورته نظریات ټول ناسم دی او رواني ناروغی د نورو ناروغیو په توګه د تشخیص او درملنې وړ ناروغی ده او مختلف ډولونه یی مختلفی موثری درملنې لري. رواني ناروغی د اسبابو له کبله ډول ډول سببونه لری او یوشمېر خویی د څو اسبابو له کبله منځ ته راځی نو کولی شو چې د ناروغی تشخیص او درملنه هم د مختلفو اسبابو په پام کې نیولو سره تشخیص او تداوی کړای شی.

د مثال په توګه یو شمېر رواني ناروغی کېدای شي چې یوازې د رواني مشورې پواسطه یې درملنه وشي مګر یو شمېر رواني ناروغی بیا د درملو په واسطه درملنې ته اړتیا پیداکوي خو تر ټولو مهمه خبره دلته داده چې ناروغ باید خپل حالت درک کړي او بغیر لدې چې ور پیښه ستونزه اویا ناروغي کوم شرم وګڼي په لومړي قدم کې د رواني ناروغیو له ډاکتر سره مشوره وکړي مګر له یوداسې ډاکتر سره چې کم ترکمه وکولی شي چې رواني ناروغی د عضوی ناروغیو څخه جلا کړي د مثال په توګه د جاغور د غټ والي څخه را پیداشوی نښی نښانی هم کولی شي چې رواني ناروغی ته ورته نښی نښانی ولري مګر ددې درملنه د رواني نارغی څخه ډیر توپیر لری. او داهم مهمه ده چې ناروغ خپل حالت ډیر په روښانه توګه خپل معالج ډاکتر سره شریک کړي تر څو ډاکتر پوه شي چې د ناروغۍ لامل څه دی؟ او وکولی شي د ناروغی د تشخیص سره سم د ناروغ درملنه وکړي.

دلته د رواني ناروغیو له یو شمېر نښو نښانو څخه یادونه کوو کچیرې یو څوک ددې حالاتو سره مخامخ کېږي اودا حالات تر دوه اونیو زیات وخت په برکې ونیسی نو کولی شي چې تر ټولو نیږدې روغتیایي مرکز ته لاړ شي او خپله ستونځه د رواني ناروغیو له ډاکټر سره شریکه کړي.

– خفګان او نارامی چې تر دوه اونیو زیات وخت ونیسي
– هیجاني کېدل
– غیر نورمال حرکات لکه دسترګې رپول اوداسې نور
– د ستوني وچوالی
– ژر خفه کېدل
– ژر بد ګمانه کېدل
– په اشتها کې ستونځی لکه د ډوډی نه خوراک او یا هم ډیر خواړه خوړل
– بی ځایه غصه کېدل
– سردردي
– د غاړې شخ والۍ
– نا امیده کېدل
– بغیر له کوم عضوي آفت څخه د زړه ضربان زیاتېدل
– پرته له عضوی آفت څخه د سالنډی احساس
– زړه تنګوالی
– ویره او ډار په ځانګړي توګه په لویو محفلونو کې د زړه ضربان زیاتېدل خولې کېدل اوداسې نور
– تکراري عمل په ځانګړي توګه کله چې خپل لاسونه مینځی څو څو ځله داعمل تکراروی داسې فکر کوی چې لاسونه می پاک شوی ندي، په لمانځه کې وسوسه کله فکر کوی چې ما څو رکعته وکړل کله فکر کوی چې لمونځ می مکمل ادا کړ که نه؟
– کله کله داسې هم پیښیږي چې یو ځل دروازه بنده کړی دوباره فکر کوی چې دروازه بنده شوې نده دا کړنه څو ځله تکراروی.
– ډیرې زیاتې خبرې کول
– په فشار سره خبرې کول
– کله کله د ژبې بندیدو له ستونزې سره مخامخ کېدل
– خبرې نه کول چې بیخي خبرو کولو ته زړه نه ښه کوی
– ځانته کېناستو ته ترجیح ورکول
– فکري تمرکز خرابېدل یعنې کله کله داسې پیښیږي چې یوه موضوع تر پایه نه رسوی او بله شروع کوی.
– کله کله ناروغ ته غلطه عقیده پیدا کېږي چې هېڅ بنسټ نلري یو شمېر ناروغانو ته داسې فکرونه پیداکېږي چې له ویلو څخه یی ډډه کوي دوی فکر کوي کچېرې دا فکر زه ښکاره کړم نو ګنهګار به شم بلکه دا سم فکر نه وي دا یوازې یو اجباري وسواس وي چې ناروغ نا آرامه کوي اوباید له ډاکټر سره شریکه شي اویا له یوه داسې شخص سره چې ورته ښه مشوره ورکولی شي.
– څارنه: ناروغ فکر کوی چې څوک ما څاری اویا زما کړنی څاري.
– ځان لوی بلل: کله کله ناروغ ځان تر نورو خلکو ډیر لوړ ښیي.
– هویښیارتیا : کله کله یو شمېر ناروغان داسې فکر کوي چې زه دومره پوهه یم چې باید ولس مشر ته مشوره ورکړم او هغه باید زما د مشورو سره سم عمل وکړي.
– مکرر وسواس: لکه د ککړېدو څخه ویره، ډیر شک کول د نظم او ترتیب تشویش غلط احساس چې بیرون شتون ونه لری مګر ناروغ یو څه احساسوی.
– د اورېدو غلط احساس کوم اواز موجود نه وی خو ناروغ یو څه اوري
– په سلوک کې تغیر یا مزاج کې تغیر لکه خفګان یا زیا ت خوشحالیدل او یا هم ډار او ویره پیدا کېدل او عاطفه کې تغیر.
– له مرګ څخه وېره
– د ناروغیو څخه بی ځایه ډار او ویره کله کله ناروغ جوړ تیار وي خو د یوې وړې ستونزې لپاره ډیر زیات معاینات ترسره کوي
– حافظه کې تغیر
– په خوب کې تغیر یا به ناروغ ډیر زیات خوب کوي او یا کله کله ناروغ ته خوب نه ورتلل.
– جنسي اړیکو کې تغیر بی وخته انزال د شوق کمېدل او داسې نور
– کومې لارې چارې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره موجودې دي؟
تر هغې وروسته چې د رواني ناروغی سبب معلوم شو او ناروغي وپیژندل شوه نو اړینه ده چې دناروغۍ سره سم د ناروغ درملنه په پام کې ونیول شي. لکه څرنګه چې مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه چې رواني ناروغی یوازې دارویی درملنه نه لرې بلکې کېدای شي چې یوشمېر ناروغان روحی یا اروایی درملنې ته اړتیا ولري اویو شمېر یی د اروایی درلمنی تر څنګ د درملو په واسطه درملنې ته اړتیا ولری.
مګر یو ټکی تل په پام کې باید ونیول شي چې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې کله کله انسانان د یو شمېر حالاتو سره مخامخ کېږي چې دا حالات ډېر پرمختللي نه وي او یا تر ډېر وخته پورې دوام نه کوي دمثال په توګه یو څوک د کورنی او د خپلوانو څخه له لاسه ورکوي او یا هم له یوه داسې ناغوښتونکې حالت سره مخامخ کېږي چې د انسان رواني حالت ته زیان رسوي چې دا یو طبیعی حالت دی او درملنې ته اړتیا نلری چې د حالاتو په ښه کېدو سره انسان بیرته خپل لومړني حالت ته را ګرځي مګر څه وخت چې دا ډول حالات دوام داره شي نو بیا په هغه وخت کې اړتیا لیدل کیږي چې ناروغ ته اساسي درملنه شروع شي.

د ناروغۍ په درملنه کې بله تر ټولو مهمه خبره داده چې باید ناروغ یوازې پرینښودل شي د ناروغ خپلوان، نږدې دوستان باید دومره زیات د ناروغ سره خواخوږي شي ترڅو ناروغ پدې یقین پیداکړي چې زه یوازې نه یم او پدې یقین پیدا کړي چې په هرډول سختو حالاتوکې می دوستان خپلوان او دکورنی غړي راسره دي. چې دا حالت د ناروغ په درملنه کې پوره مرسته کوي.

د ناروغی په درملنه کې بل مهم ټکی دا دی چې ناروغ د درملنې په ټولو اړخونو وپوهول شي او د درملنې په هکله پوره معلومات ورکړل شي. د مثال په توګه که یو ناروغ د ژور خفګان تر څنګ وسواسي ناروغی هم ولری نو ناروغ باید وپوهول شي چې د مشورتي درملنې ترڅنګ تاسې ته د درملو په واسطه درملنه هم اړینه ده.

ناروغ باید د درملو په ګټه، د درملنې وخت او د درملو د خوراک په اندازه و پوهول شي. ناروغ ته باید مشوره ورکړل شي چې د شپې لخوا کوشش وکړي په وخت ویده شی د شپې لخوا د چای څښلو، سګریټ څکلو او داسې موادو خوړلو چې زیات کاپین ولري لکه کاکولا او داسې نور کاپین لرونکو خوړو څخه باید دریغ وکړی.

کله کله ناروغ ته د شپې لخوا خوب نه ورځی پدې حالت کې هڅه وشي مخکې لدې چې بستر ته لاړ شي کتاب د مطالعه کړي او یا د هم د تودو اوبو سره غسل وکړی.

سهار وختي لمانځه ته پورته کېدل او تر لمانځه وروسته یو څه ورزش کول ډیره ګټه لري. هڅه وشي چې ناروغ خپل د زړه درد له کوم نیږدې دوست او یاهم د کورنی د خواخوږي غړي سره شریک کړي هر څه په زړه کې ساتل ستونزه نوره هم زیاتوی. ناروغ باید تل خپل ځان په ګټورو بوختیا وو بوخت وساتی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه