ویب ډیسک
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي شورا د ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې نړیواله ټولنه له افغان سولي سره بشپړه همکاري لري او په خبره یې د حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو او سیاسی تعاملاتو نوی باب پرانیستل سوی دی.
دده په خبره د سولي لپاره د نړیوالو په همکارۍ بې سابقې فرصت رامنځته سوی دی چي په هيڅ صورت به ضایع نه کړل سي.
هغه ویلي چي افغان حکومت به له همدې فرصته په ګته اخیستني د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل ټول توان وکړي او د نړۍوالو په مرسته به ځان طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسوي.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چي افغان ځواکونه په ټولو سیمو کي د هيواد دفاع ته تیار دي او د ترهرګرو ډلو پر وړاندي د هر ډول مقاومت وړتیا لري.
صالح تمه ښودلې چي د سولي خبري یوې پایلي ته ورسېږي او د رواني جګړې د ختمېدو سبب سي.


