پښتو جرنل
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په هلمند کې هوایي بمبارۍ او په کابل کې په ښاري بس کې چاودنه چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې بشري ضد جنایت بللي او په کلکو ټکو یې غندلی. دا خبرې حامد کرزي په يوې خپره شوې اعلامیه کې کړئ.
حامد کرزی ویلي چې په هېواد کې د تپل شوې پردۍ جګړې له دوام او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په جگړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو ږغ کړئ چې د پردیو د ګټو په روانه جګړه کې له وینې تویېدنې او د خپل هېواد له ویجاړولو په کلکه ډډه وکړي او برعکس د افغانانو د سر او مال ساتنه خپل مسوولیت او اولویت وګرځوي.
پخوانی جمهور رئیس د دې تر څنګ چې د خپلې غمشریکي او ډاډګیرنې مراتب د دغو غمجنو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړلو، یو ځل بیا د بین الافغانی مذاکراتو پر ژر تر ژره پیل او د سولې د پروسې پر کامیابي ټینګار وکړ.


