لیک:نوراحمد قانع
مخکې له دې چې انسانان نړۍ ته راشي دا نړۍ څنګه وه؟
طبیعت او اقلیم یې څنګه وو؟
د انسان د پیدایښت موخه څه ده؟
هر څه د یوې موخې لپاره پيدا شوي، او هر وګړی په ژوند کې یوه موخه لري چې هغه اکثره موخې یوازې ورځنۍ او اونېزې دي چې خپل روزګار او ورځنی ژوند پر مخ بیايي، هغه خلک چې یواځې لنډ مهاله موخې لري نالوستې طبقه ده لوستې طبقه لوړې هیلې لري او همداسې لوړې موخې.
په ژوند کې د موخې ټاکل ډېر مهم دي ځکه چې ژوند د یوې موخې په لور مخ ته وړل کېږي. هر وګړی باید په ژوند کې د ځان لپاره موخې وټاکي. انسان چې پیدا شوی د دې هم یوه موخه ده چې هغه د الله(ج) عبادت او رضا ده. موخې د بریا په لور د تګ لپاره د پیل ټکی دی، هدف او موخه د بریالي ژوند اصل بلل کيږي.
موخه د هغو هيلو او اميدونو ټولګه ده چې موږ يې د خپل ژوند لپاره ټاکو او دغه پديدې ته د رسېدو لپاره يو ځانګړى وخت مشخصوو چې بايد په هغه ټاکلي وخت کې ورته ورسيږو.
په ژوند کې د بریالیتوب لپاره موخه ټاکل ضروري دي. بايد ښه هدف وټاکـو او د رسيدو لپاره ورته کلک مرام او قوي هوډ ولرو.
نو کله چې د ځان لپاره موخه ټاکو لمړی باید ښه دقیق و اوسو او له ټاکلو وروسته باید پوره کوښښ سره په ټاکلې موخه باندې تمرکز وکړو چې تر لاسه یې کړو.
که تمرکز ونه کړو موخه ترلاسه کولای نشو. تمرکز سخت دی ،خو د زده کړې وړ مهارت دی.
زمونږ موخې باید درې اړخونه ولري.
لومړى: لنډ مهاله موخې چې هغې ته باید په یو لنډ وخت کې ورسېږو، دا موخه مو باید د فرعي موخو څخه وي چې اصلي موخې ته مو نږدې کوي.
دويم: دا ډول منځنۍ موخې دي چې هغې ته بايد له يوې اونۍ څخه نيولې تريوه کال یا له دې زیات وخت کې ورته ځان ورسوو. چې دا برخې په اصل کې د مرکزي موخې دروازې دي.
درېیم: دا ډول لويې موخې دي یعنې مرکزي موخه چې هغه له يو کال څخه نيولې بيا زمونږ دعمر ترپايه پورې دوام کوي چې بايد يو وخت ورته ورسيږو.
یو تعداد خلک په دې عقیده دي چې د کوچـنـیو موخو ټاکنه تر ټولو ستره تېروتنه ده چې یو کس یې کوي.
مګر اصلي خبر داده چې د ژوند مخـتلـفو پـړاونو کې د مرکزي موخې تر څنګ باید فرعي موخې ولرو ځکه چې د ژوند هر پړاو یوې مشخصې موخې ته اړتيا لري، د فرعي موخو په تر لاسه کولو سره مرکزي موخې ته رسېـږو.
که مو ځان ته موخه و ټاکئ چې باید سپوږمۍ و اوسئ، که بریالي نشئ ، په ډاډ سره درته ویلی شم چې لږ تر لږه ستوری خو درنه جوړېږي.
د موخې ترلاسه کولو سره مو په ژوند کې پرمختګ کوئ، او له پرمختګ سره مو موخې د لوړېدو تر څنګ بدلېږي.
شته داسې ډېر کسان چې ښه موخه د ځان لپاره ټاکي مګر کله چي لږ سختیو سره مخ شي نو له خپلې موخې لاس په سر کېږي، حال دا چې ژوند که ښکلی دی، نو دا هېر نه کړو چې په څنګ کې ځان سره سختۍ او تريخوالی هم لري.
کله چې تاسو په ژوند کې هدف ته درسیدو لپاره هڅې پیل کړﺉ، نو په لاره کې پراته خنډونه په خپله له منځه ځي.
که موږ بريالـیو خلکو ژوند ته ګورو يا د هغوي لاسته راوړنو ته ګورو او د هغوي پر وړاندي ځانونه کمزوري ګـڼو، یا موږ دا فکر کوو چې دا هر څه د یو خاصو کسانو لپاره دي نو دا زموږ ناکامي ده موږ ته هم پکار ده چي د بريالیو وګړو په څېر ځان ته د خپل لیاقت او استعداد ته په کـتو موخې وټاکو او د رسېدو لپاره ورته نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو او بايد د ژوند ماتو ته تسلیم نشو.
نو سختۍ بايد وګالـو او هېڅ وخت دا احساس ځان کې پيدا نه کړو؛ چې ګواکې زه يي کولای نشم يا زما هدف پوره کېدل ناشونې دي، نو داسې منفي فکرونه باید له ذهن څخه وباسو.
پوهان وايي که تاسو ويده ياست او پاڅېږئ، کوم هدف نه لرې نو بيرته ويده شئ.
د رب(ج) په وعدې باور او خپل ځان باندې اعتماد او په ژوند کې لوړ هدف انسان بريا ته رسوي
بايد خپل ژوند او چارې په داسې توګه تنظيم اوبرابرې کړو چې ټولو موخو ته پکښې ورسيږو.
او خپل ژوند مخکې وړلو لپاره بايد موخه ولرو.
که غواړئ چې خپل ټاکلي هدف ته ورسيږئ لاندې لارښوونې په خپل ټولنيز ژوند کې عملي کړئ.
√ کله چې د ځان لپاره موخه ټاکئ ښه په غور سره یې وټاکئ.
√ په کومه لاره چې مو د ټاکل شوې موخې لپاره قدم ږدئ بايد لومړى يې ښه وسنجوئ او بيا يې د پاى په اړه هم فکر وکړئ.
√ په خپلې انرژۍ او زړورتيا باور ولرئ.
√ هغه څه ته چې په ژوند کې لېوالتيا لرئ چې ترلاسه يې کړئ نو له ځان سره يې ياداښت هم کړئ.
√ هيڅ کله ځان ته دوکه مه ورکوئ هميشه صادق اوسئ.
√ هيڅکله ځان کمزورى مه ګڼۍ او د بهرنيو عواملو په وړاندې لکه مجسمه بې حرکته مه پاتې کېږئ بلکې له هغو کسانو څخه شئ چې دسختو شرايطو په مقابل کې پاتې رانشي.
√ داسې خلکو سره ناسته پاسته ډېره کوئ چې ستاسو موخې ته د رسېدو لپاره همکار وي، د موخې په اړه مو منفي فکر ونلري او سربېره پر دې ستاسو پرمختګ ته خوښ وي.
√ په هغو کارو باندې تمرکز کوئ چې تاسو هدف ته رسوي.
√ خپل هدف ته درسېدو لپاره کاملاً ډاډمن اوسئ او هېڅ ډول ستونزو ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسوموخې ته د رسېدو خنډ شي.
د موخې لاسه راوړلو لپاره قوي مبارزه په کار ده او د موخې تر لاسه کول مو ژوند کې خوښۍ راولي.
په ژوند کې د موخې ټاکل
اړه لرونکي ليکني


