لیک :محمد ولي نافع
اکثریت ځوانان او لویان تل له دې سر ټکوي چې زړه مو تنګ وي او هېڅ آرامښت نه لرو، حتا ځینې دوستان او زما همزولي راته کیسه کوي، چې وایي ځینې وخت داسې کېږو چې چغې ووهو یا د خپل آرامښت لپاره وژاړو او خپل زړه تش کړو. خو کله چې له هغوی څخه د زړه تنګون د علت پوښتنه کوم او یا ورته وایم چې ولې غواړي داسې وکړي؟ په ځواب کې وایي چې هېڅ نپوهېږم چې ولې داسې شوی یم، موږ به تر کومه داسې زړه تنګی او سرګردان واوسو!!؟
که له تاسې څخه وغواړم چې په جارو ډوډوی وخورئ او په قاچوغې کوټه جارو کړئ؟ ځواب به مو څه وي؟
آیا ما به مسخره نه کړئ او داسې به ونه وایاست چې دا څه احمقانه غوښتنه ده آیا داسې کېږي چې د جارو په واسطه خواړه وخوړل شي او د قاچوغې په واسطه کوټه جارو شي؟ آیا تاسې به ماته ونه وایئ چې ته خو لېونی شوی یې، ځکه د هر یوه د استعمال او ګټې اخیستنې ځای فرق کوي!!
نو اې ګرانه!!
زما او ستا حال او احوال هم همداسې دی،کله چې له حقیقت او له هغه هدف څخه چې موږ د هغه لپاره پیدا شوي یو لیرې کېږو، د زړه حالت مو خراب شي، پټ فریادونه او مخفي دردونه مو په زړه کې ځای ونیسي، ورځ مو خرابه وي او بیا هېڅکله له هوسا او آرام حالت او وضعیت سره نشو مخ کېدلی، نو دا د دې سبب کېږي چې زړه مو تنګ شي، ځکه موږ خپل جسم او خپل زړه په خلاف د هغه هدف چې ورته پیدا شوي یو تړلی دی، لکه څنګه چې توقع نه لرو د قاچوغې په واسطه کوټه جارو کړو، نو باید له خپل زړه څخه د آرامښت توقع ونه لرو کله چې د خدای پاک د حکم په خلاف وي.
خدای پاک پیداکړی یو او یوازې هماغه زموږ د ژوند هدف ټاکي، بشر هېڅکله د دې حق نه لري چې انسان ته د ژوند کولو لارښوونه وکړي، مګر په استثنایي حالاتو کې.
دا یوه منلې خبره ده؛ هره کمپنۍ چې یو شی تولیدوي یوازې هماغه کمپنۍ حق لري چې د تولید شوي څیز کړنه او هدف مشخص کړي، کله چې د کمپیوټر کمپنۍ کمپیوټرونه تولیدوي همدغه کمپنۍ یې د کار کولو او استفادې طریقه او نور مشخصات ذکر کوي د موټر سازۍ فابریکه دا حق نه لري چې د کمپیوټر د استفادې طریقه وښیي، ووایي چې د کمپیوټر په واسطه بار وړل کېږي یا د اموالو او انسانانو د انتقال یوه آله ده، که د موټرو د کمپنۍ خبره ومنو او له کمپیوټر څخه د دوی په خوله استفاده وکړو، اول خو به له کمپیوټر څخه دا هدف ترلاسه نه کړو او که مو په همدې هدف ترېنه استفاده وکړه، نو له یو ځل استفادې وروسته شاید کمپیوټر خپل اصلیت له لاسه ورکړي او له مینځه ولاړ شي.
هره کمپنۍ او هر شخص په خپل تولید شوي څیز باندې تر نور ډېر عالم او پوه وي او د استفادې لارې چارې ورته تر نورو ښه مالوم وي.
نو دا چې موږ د الله پاک مخلوق یو او هغه پیداکړي یو، نو یوازې هماغه ذات د دې حق لري چې زموږ د ژوند هدف وټاکي او موږ ته لارښوونې ولري، ځکه هغه تر نور هر چا زموږ پر وجود، زموږ پر ژوند او زموږ پر جوړښت ښه عالم او پوه دی.
هغه احکام چې الله پاک موږ ته رالېږلی، فی الحال یا باالقوه زموږ د ښه ژوند ضمانت کوي، هر کله مو چې خپل وجود په غیرمشروع یا په غیر د هغه هدف چې ورته پیدا شوي یو استفاده کړو، نو نتیجه یې دا شي چې انسان متزلزل شي، خپل اصلیت له لاسه ورکړي او د ژوند په مسیر کې د لاینحل مشکلاتو سره مخ شي، روح او روان یې نا آرام او له حقیقي آرامښت څخه لیرې کېږي.
الله په قرآنکریم کې فرمایلی دی:
(و من أعرض عن ذکري فان له معیشة ضنکا )
چا چې زما له یاد څخه مخ واړوله خامخا به هغه لره تنګ ژوند وي.
ځینې هغه علتونه چې زموږ د زړه تنګون سبب کېږي دا دي:
* له هغه هدف او مقصد څخه لیرېوالی چې الله پاک د هغه لپاره پیدا کړی یو، لکه څنګه چې الله پاک فرمایلی دی: (و ما خلقت الجن والانس الا لیعبدون) ما پیری او انسان نه دی پیداکړی، مګر د عبادت لپاره. عبادت په ځینو خاصو وختونو کې یا د ځینو خاصو کړنو په ترسره کولو محصور نه دی، بلکې د عبادت مفهوم دا دی چې د ژوند ټول کارونه د شریعت او الهي لارښوونو مطابق ترسره کړو، مثال که یو دوکاندار د دې لپاره سودا خرڅوي چې د یو مسلمان حاجت پوره شي، نو د دوکاندار دا کړنه په عبادت کې حساب دی، که یو بزګر په پټیو کې کار کوي د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټي، نو دا هم عبادت دی. که یو سړی غلا کوي، جیبونه وهي، خلکو ته زیان رسوي او د الهي لارښوونو خلاف عمل ترسره کوي لیرې نه ده چې نا آرام او خراب ژوند به ولري.
* دویم علت: عبادت مو اصلاح او سم نه وي، ځینې شاید دا خبره وکړي چې موږ خو خپل عبادت کوو، جومات ته ځو ذکر کوو بیا هم زموږ حالت نه ښه کېږي. دغه خبره ډېره مهمه ده، ځکه اغلباً موږ په عام او خاصه معنا د الله تعالی عبادت کوو، لکن بیا هم زموږ حالت نه ښه کېږي، علت یې دا دی چې خپل عبادت مو په سمه توګه نه دی ادا کړی، زما په اند د هر کس عبادت د هغه تعمیرونو او کورونو په شان دی چې انسان یې ځانته جوړوي، هر څومره چې کلک، مستحکم او ښکلی کور او تعمیر ودان کړو په هماغه اندازه پکې خوشال، آرام او ښه ژوند کولی شو.
موږ په پراخ مزین او مجهز کور کې آرام او سوکاله ژوند نه لرو؟
همدارنګه زموږ عبادت که چېرې په سمه توګه ادا شي، دوامداره او پوخ وي نو موږ به غیر متزلزل شخصیت ومومو او هېڅکله به د نا آرامۍ احساس ونه کړو، راځئ د خپل آخرت کور او تعمیرونه په خپلو لاسونو په ښکلي ډیزاین جوړ کړو، راځئ خپل د عبادت کور لپاره غوره معمار او ښه جوړونکی و اوسو.
* دریم علت د ورځني اذکارو څخه لیرېوالی: ځینې وخت دا کړنه او دا اذکار ډېر کم بولو حال دا چې همدغه ذکر او د الله ج یاد زموږ روح تازه کوي او حالت مو ښه کوي، که واقعاً الله ج یاد کړو یعنې د اذکارو په مفهوم او معنی ځان پوه کړو ذهنًا او قلبًا د الله په ذکر ځان مشغول کړو، نو بې له شکه چې د زړه زنګ به مو پاک کړي او داسې د آرامښت احساس به وکړو، لکه څنګه چې په ورځنی ژوند کې د یو با ارزښته حالت او وضعیت سره مخ کېږو.


