ويب ډیسک
د میکسیکو لویديځې پولې ته نږدې سیوداد خوارس ښار کې د کډوالو په یوه استوګنځای کې د اورلګېدنې له امله ۴۰ کډوال وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.
د شمېرو له مخې په یاد استوګنځای کې ۶۸ لویان کډوال اوسېدل چې زیاتره یې د منځنۍ او لوېدیځي امریکا څخه ورغلي ؤ. په وژل شویو کې د ګویتيمالا، هوندوراس وګړي هم ښودل شوي دي.
د مکسیکو ولسمشر انډرېس لوپېز ویلي، اور له هغې وروسته لګېدلی چې کډوالو په اعتراضي ډول د استوګنځای وسایل سېځلي او غوښتنه یې کوله چې بېرته باید خپلو هېوادونو ته ونه لېږل «ډيپورټ» شي.


