لیکنه او څیړنه : نور اپريدی
لويه پښتونخوا چې د ايشيا د ملا تير ګڼلے شي او چې څومره حمله آور قامونه هم د هند ، ايران ، چين ، يا ايشيا د نورو ملکونو په لور تلي راغلي دي نو اول ٸې په دې لويه پښتونخوا باندې پل ايښے دے بيا په دغې اړخونو لاړ راغلي دي ـ اوس په لوستونکي دا سوچ کوي چې د لويه پښتونخوا نه مراد زما څه دے ؟ نو لويه پښتونخوا زما مراد دا ننې پښتونخوا نه ده بلکښې د لويې پښتونخوا نه مراد زما هغه پښتونخوا مراد ده چې په کوزه او بره پښتونخوا باندې بللے شي ـ اوس د کوزې پښتونخوا سرحدونه کوم کوم دي ؟ او د برې پښتونخوا سرحدونه کوم کوم دي ؟ لوستونکي به دا سوچ کوي ـ
کوزه پښتونخوا چې په نني پاکستاني يعني خيبر پښتونخوا کښې راځي او بره پښتونخوا چې په افغانستان کښې راځي او چې دا دواړه يعني کوزه او بره پښتونخوا يو کړلے شي نو د دې نه لويه پښتونخوا جوړه شي چې پښتون وطن ورته هم مونږ وٸيلے شو ـ
د لوٸې پښتونخوا په حقله ښاغلي محمد نواز طاٸر صيب په خپل اثر روهي ادب کښې ليکي ” د برصغير پاکستان او هند په قطبي قبلٸيز اړخ د اباسين په ښي غاړه د روهستان علاقه ده چې د دې علاقې پښتانه ورته پښتونخوا هم واٸي ـ د پاکستان د پېښور ، ملاکنډ ، ډېره اسماعيل خان او کويټې ډويژنونه او د افغانستان نمر ختيزه نيمه د دې د دې علاقې دوه لوٸې برخې دي ـ دا دواړه علاقې په کوزه او بره پښتونخوا هم ياديږي عربو به دې زمکې ته خراسان وٸيلو ـ دا علاقه انداز د ديرشو او پنځه ديرشو درجو عرض بله شمالي او د يو شپيته او د دوه اويا درجو طولبلد مشرقي ترمينځه پرته ده ”
ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک صيب په خپل کتاب روهالوجي کښې د لوٸې پښتونخوا دپاره د (روه) نوم راوړي او جغرافيه ٸې څه داسې بيانوي ـ
” روه د پښتونخوا زوړ نوم دے ـ او يوه جغرافيايي اکاٸي ، يوه سيمه چې د مينځنۍ او سويلي آسيا د دوه ٶ لويو سيندونو ، آمو درياب او اباسين تر ميانه پرته ده ـ دا مځکه تر ډېره لوړه ميداني او دنګه فرٸيزه علاقه ده ـ په سياسي توګه افغانستان او د پاکستان په دٶو غربي ولاٸتونو يا صوبو (خيبر پښتونخوا ،بلوچستان او فاټا ) کښې وېشلې شوې ده ،،
ډاکټر راج ولي شاه خټک صيب د (روه) دا نوم د پښتونخوا دپاره ډېر پخوانے ګڼي او واٸي ” د پښتونخوا د قدامت او په مدني حرکاتو کښې د برخې بل زوړ دليل دا دے چې د 350 ق م په شا و خوا کښې پانيني د سنسکريت ګرامر وال چې د اباسين پر غاړو زوکړي او لوي سوي وو په خپل کتاب اته وينا ج٣ وينا ٥_د کپيشه او بالهيکه (بلخ) تر مينځ روهنتياګيري يعني د روه غر ذکر کوي او روه په پخواني ادب کښې او تر اوسه لا هم دغه د افغانستان او د پښتونخوا زمکه ده چې په هند کښې پښتانه ته روهيله او ځاے ته ٸې روهيل کنډ واٸي او روه د غره معنى لري ”
ډاکټر راج ولي شاه خټک صيب د مها بهارت په حواله د روه په حقله ليکي ” عجيبه خو دا ده چې عين دغه روه نوم په مها بهارته حماسي هندي کتاب د 1200 ق م په حدودو کښې هم لوهه راغلے دے چې د روه يوه هندي شوے شکل دے ـ د مها بهارته په ٢٦ سبا کې لوها دغه اوسنے افغانستان دے ”
تاريخ فرشته نومې کتاب چې 1607ء خواشا ليکلے شوے دے او قاسم فرشته ٸې ليکونکے دے هغه د پښتونخوا حدود څه دا رنګه په ګوته کوي ” روه يعني پښتونخوا په اوږدوالي له سواته او باجوړه تر سيوۍ او د بکر تر سيمو پورې رسيږي او پساره له حسن ابداله تر کندهاره ده ”
لوي خوشحال بابا د نن نه څلور سوه کاله پخوا د پښتونخوا حدود څه دا رنګه په يو شعر کښې بيانوي
سر ٸې هورې قندهار بل ٸې دمغار دے
تر دا مينځ همه ميشته واړه عبث دي
لوستونکو ته دې ياده وي چې دمغار بره سوات کښې دے ـ
او قندهار افغانستان کښې دے ـ
په يو بل شعر کښې د پښتنو د جغرافيايي په حقله څه داسې ګويا دے
درست پښتون د قندهار نه تر اټکه
سره يو د ننګ په تار پټ و اشکار
دغې جغرافيې يا خطې ته د پښتونخوا او روه نه علاوه چې د تاريخ په اوږدو کښې کوم نومونه اخستي شوي دي هغه کوهستان ، ، افغانيه ، او د دې نه علاوه د هند په کتابونو کښې اريانه ويجو يا ويژه هم وٸيلے شي چې د پښتونخوا ډېرې سيمې ځان کښې رانغاړي خو خراسان نوم هم د پښتونخوا څه علاقو دپاره د تاريخ په اوږدو کښې استعمال شوے دے ـ
په آسانو لفظونو کښې به د پښتونخوا حدود څه داسې وټاکو چې د افغانستان اړخ ته د پښتونخوا بريد د آمو دريا دے او په شرق کښې ٸې آباسين دے او د هلمند سيند ٸې او هري رود ٸې په سويل کښې دے ـ د زمکې دې ټوټې ته لويه پښتونخوا وٸيلي شوي دي او وٸيلے کيږي ـ
لوستونکي به واٸي چې د پښتونخوا په جغرافيايي مې دومره بحث ولې وکړو ؟ هغه ځکه چې لوستونکو ته د لوٸې پښتونخوا بريدونه څرګند وي ځکه چې دې لوٸې پښتونخوا کښې د پنجاب او د ايران څه علاقې هم راځي او پخوا به دا لويه پښتونخوا ګڼلے شوه ـ
اوس راځو او دا ګورو چې دې زمکې نړۍ ته په خاصه توګه هند او ايران ته څه ورکړي دي او نړۍ د دې ورکړې نه څومره فاٸده اخستې ده !
نړۍ ته د پښتونخوا په بخښنو کښې چې لويه پيرزوينه ده هغه رګ ويد کتاب دے چې د دنيا د ټولو نه زوړ کتاب ګڼلے شي او دا د هندوانو يو مذهبي کتاب دے او د نن نه څه درې درې نيم يعني 1800 ق م مخکښې ليکلے شوے وو ـ دا د څوارلس سوه څوارلس رشيانو د نن په ژبه کښې ورته شاعر وٸيلے شو د هغوي دعاګانۍ يا مناجات سندرې دي چې د خپلو ارباب النعوا يعني خدايانو په ستاٸنه کښې ٸې وٸيلي دي ـ دا کتاب پينځه برخې لري چې د ټول نه زاړه برخه ٸې رګ ويد ده ـ دا رګ ويد دغې ارياٶ د پښتونخوا په خاوره باندې وٸيلے دے او د دې ثبوت زمونږ سره رګ ويد پخپله دے او هغه ځکه چې په رګ ويد کښې د پښتونخوا د غرونو سيندونو او قبيلو نومونه په څرګند ډول راغلي دي ـ
لکه کوبها چې پوهان ٸې د کابل سيند ګڼي ـ
سواستو چې پوهان ٸې د سوات سيند ګڼي ـ
کرومو د پوهانو په خيال د کرمې سيند دے ـ
ګوماتي د ګومل سيند ګڼلے شي او دے ـ
سيندو د اباسين سيند ګڼلے شي ـ
د دې نه علاوه په رګ ويد کښې د پښتونخواه د ځينې علاقو نومونه هم په څګند ډول ليدلے شي لکه
ګندهارا چې د موجوده پېښور او خواشا سيمې ګڼلے شي ـ
ارغنداب خطه هم په رګ ويد کښې راغلې ده چې ننې پښتونخوا يوه علاقه ده ـ
بهليکا يعني دا نوم مونږ په اتهر نيد کښې ليدے شو ـ
منجوان غر هم په اتهرويد کښې ذکر دے چې د کابل او پېښور ترمينځه ګڼلے شي ـ
د دې نه علاوه په رګ ويد کښې د پښتنو د ځينې قبيلو ذکر هم مونږ ليدلے شو لکه
شيوا چې د کهزاد صيب او ظفر صيب په خيال د دره کابل اوسيدونکي دي ـ
پکتها چې د پوهانو په خيال باندې نني پښتانه دي يا د هغو نيکانو دي خو د اسرائيلي او ساکي نظرٸې ځينې منونکي دا پکتها قبيله پښتانه نه ګڼي او هغه ځکه چې بيا د هغوي د اول نه جوړه کړلې شوې نظريه غلطي ثابتيږي او هغه ځکه چې پکتها قبيله څلور زره کاله زاړه قبيله ده او اسرائيلي او ساکي قبيلې دومره زړښت نه لري نو دغه وجه ده چې بغير د څه جوازه د پکتها قبيلې نه دغه پوهان انکار کـوي او پردي نيکونه ورته ګوري حالانکې دغه اسرائيل او ساکي يل سيتهين روستو وختونو کښې پښتنو يا پکتها قبيلې يا قوم ته راغلي دي او ځان ٸې پکښې داسې غيب کړے يا ضم کړے دے چې بيخي پښتانه شوي دي او خپل دود دستور ژبه رسم رواج مذهب هر څيز ٸې په دې پکتها قبيلې کښې باٸللے دے او اوس سوچه پښتانه يا د پکتها قبيلې يو شاخ ګڼلے شي ـ
د پکتها قبيلې نه علاوه الينا قبيله هم په رګ ويد کښې ذکر ده چې د نورستان خلق ګڼلے شي ـ خو لوستونکو ته دې دا خبره ياده وي چې دا پکتها قبيله د کرومو او ګوماتي درو استوګن خودلے شي ـ خو داسې هم نه دا چې دا خلق به په يو ځاے تم کيدل بلکښې د موسم سره به يې هجرتونه کول کله يو ځاے او کله بل ځاے خو زما په خيال د دې قبيلې حرکت د اباسين نه تر آمو پورې وو ـ
بهالانا هم د رګ ويد يوه قبيله ده او د دره بولان اوسيدونکي ګڼلے شي ـ
ويشانن د ګندهارا اوسيدونکي ګڼلے شي ـ
دا پينځه واړه قبيلې چې په رګ ويد کښې ذکر دي روستو په پکتها قبيله کښې ضم شوې دي چې پښتانه ټولنه ترينه روستو جوړه شوې ده خو دې پښتنې ټولنې په جوړښت کښې د څه نورو خلقو يعني ساکو او يونانيانو او ګومان کيدے شي چې د بني اسرائيلو برخه هم وي او هغه ځکه چې تر اوسه کوم آثار د ارکيالوجي په مدد موندلي شوي دي نو دا خيال کيږي چې پخوا وختونو کښې څه يهود هم دلته راغلي وو او د پښتنو سره ميشته شوي وو او خپل هر څيز ٸې په پښتنو کښې ضم کړے وو او هر څيز ٸې باٸيللے وو يعني ژبه دود دستور ان چې مذهب هم ـ
خبره رانه په بله لاړه د پښتونخوا نړۍ ته چې کومه غټه پيرزوينه ده هغه رګويد دے او هغه د دې خبره ګواهي په خپله ورکوي چې زه د دې پښتنې سيمې د دې پښتنې خاورې پيداوار يم او روستو بيا ارياٶ د ځان سره هند ته وړي يم ـ لوستونکو ته دې دا هم ياده وي چې د رګ ويد چې کومه ژبه ده هغه سنسکرت ده او دا سنسکريت چا ايجاد کړې وه په هغې به په راتلونکو برخو کښې خبره کوو چې دا هم د پښتونخوا په نړۍ يوه غټه پيرزوينه ده ـ
انشاءالله نور بيا ـ


