یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيلنډه قیصه؛ د توری شپې کارګان

لنډه قیصه؛ د توری شپې کارګان

 لیکنه: فاروق سرور

په کلي کښی عجبې قیصې پيل سوې . لومړي چا ورته چندانی پام ونه کړ، خو يوه شپه ځينو خلکو وليدل چې د مرغانو ډلې ډلې له اسمانه راکښته کېږي. هغوی به د کلي په کوڅو، د کورونو پر چتونو او د ونو پر ښاخونو کښېناستل. کله چې به څوک نږدې ورغلل او ښه يې وکتل، نو څرګنده سوه چې دا ټول تور کارغان دي—بې شمېره، چوپ، او په يوې نابلدې سنجيدګۍ کې ډوب او هر چاته به يې په عجبه تو ګه کتل

 

دا پېښه څو ورځې همداسې روانه وه. څنګه چې به تياره خوره سوه، نه به مالومېده چې له کومه ځايه دا تور تور کارغان راڅرګند سي چی وروسته به د کوڅو د ونو پر ښاخونو يا د کورونو د درختو پر څانګو شاوخوا کښېناستل. د حيرانتيا خبره به دا وه چې هغوی به بالکل چوپ وو، داسې لکه د څه شي په تمه چې ناست وي. اوس د کلي خلک اندېښمن وو او په دې نه پوهېدل چې له دغو کارګانو سره څه وکړي، ځکه چی هغوی به يو يا دوه نه، بلکې د سلګونو په شمېر وو.

 

بيا يوه ورځ ناڅاپه حالات بدل سول. کارګان په چیغو سول کا ، کا، کا . شور يی ورو ورو زياتېده، یو ساعت به داسی وو بيا به ناڅاپه چوپيا خوره سوه. خو ورو ورو دا چوپيا هم ختمه سوه، او کارګانو به ټوله شپه شور کاوه. د هغوی کاء کاء به پر غوږونو لکه سره انګارونه ورېدل، چې هر سړی به يې په سخته بې قراري اخته کاوه، سکون به يې ورڅخه اخيست، او ډارونکي خوبونه به يې وراوستل.

 

دا ډول د کلي د خلکو خوبونه ورک سول ، وتښتېدل، سکون يې له منځه ولاړ. چا به هڅه کوله چې هغوی وشړي، چا به ډزې هم پرې کولې، څو کارګان به مړه هم سول، نور به والوتل—خو لږه شېبه وروسته به بيا راستانه سول. داسې به ښکارېده لکه د کلي خلک چې د دغو کارګانو په وړاندې بې وسه سوي وي، او دغه مرموز سيوری ورو ورو د هغوی د ژوند برخه ګرځي، لکه يو نه ختمېدونکی عذاب چې ورباندې نازل سي ، راسی .

 

دا نه مالومېده چې دغه کارګان له کومه راځي، او دا د چا د ښېرا ، بددعا اثر دی ، عذاب دی، يا کومه نتيجه ده چې هغوی يې ویني، او آخر دا ګناه څه وه؟ هېڅ هم نه مالومېده.

اوس خو به د کارګانو له راتګ سره هوا هم تيزه سوه، او په ونو کې به داسې شور جوړ سو، پورته سو لکه چی وېرېدلي وي. بلکې د کلي په لويې سيند کې او ویالو کښی به اوس د نغمو پر ځای داسې ښکاره کېده لکه چی چیغې پورته کېږي او څوک په وېرونکي انداز کې ژاړي ، سلګۍ وهی ، ماتم کوي، نه ختمېدونکی ماتم.

 

اوس به و کلي ته کوډګران رابلل سول . هر يوه به په خپله طريقه کوډی کولې، تعویذونه به يې وازمویل، خو کارګان د دوی په هېڅ اثر کې رانغلل. ددې په چپه ، د هغوی شمېر ورځ تر بلې ډېرېده، او د کلي د خلکو ژوند نور هم له عذابه ډک سو.

هیڅوک نه پوهېده چې دغه کارګان د چا دی ، څوک دي، له کوم ځایه راځي، ايا دا کومه بلا ده، او که بلا ده ، نو مقصد يې څه دی. هېڅ نه مالومېدل، هر څوک به په دې فکر وو چې دمخه داسې ولې نه وو، او اوس ولې پېښېږي. څه هغوی د چا په اشاره راځی؟ د څه شي نښه دي؟ مقصد يې څه دی؟ دا ټولې پوښتنې د کلي د هر وګړي په ذهن کې ګرځېدې راګرځېدې ، خو ځواب يې هېڅ چيرې نه و.

 

بيا يوه ورځ ناڅاپه، ټوله کارګان ، لکه څنګه چې راغلي وو، دغسی ورک سول ، نهام سول ، خوندی سول . نه څه شور، نه ناری ، نه کریژی ، نه چیغی —او بيا دا تور مخی هېڅکله بيرته نه راغلل ، نه ښکاره سول .

 

د کلي خلک حيرانه سول چی دا څنګه پېښه وسوه؟ ولې وسوه؟ یو څوک نه پوهیدی ، د دې جواب د هیڅ چا سره نه وو… بې له يو کوچني هلک سره. بس هم هغه وړکی خبر وو چی دا هر څه څنګه وسول .

 

هلک ټوله شپه د ونو لاندې منډې وهلې. په پټه هر ونې ته نږدې کېده او کارګانو ته به یې خپل عکس ښووی . رښتیا خبره دا وه چی هغه له ځانه سره يوه کوچنۍ آينه راوړې وه ، کوچنۍ او وړه غوندی اینداره. څنګه چې به هر کارګه خپل عکس لیده، حيران به سو ، چیغه به يې کړه—لکه له خپل وجود څخه چی ووېږي. هر کارګه به په آينه کې داسې وېرونکی، بدرنګه او ناسي وو چې په خپل مخ او وجود کې به يې يو ډېر ناوړه څېره ليدله. خپل ځان به ناوړه ورته ښکاره کېده، په خپل ځان کې به یې داسې بې حده بدرنګي يا کرختيا ولیده چې يې نه سوه زغملی.

 

په دې توګه، يو يو کارګه په چیغو وو ، په نارو وو ، په غلبلو وو ، خپل ملګری یې پرېښوول ، الوت… او پای ټوله ورک سول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه