یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې لپاره ګډه جرګه کیږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې لپاره ګډه جرګه کیږي

ویب ډیسک

د “جیو‌نیوز” د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې ګډه جرګه د روان کال د مارچ پر یودېرشمه په پېښور کې جوړه او ترمنځ یې د سولې، ثبات او خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته شي.

 

دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د دې راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي دفتر پخواني رییس او د “سپایر-خیبر پښتونخوا” بنسټ مسوول ارباب شهزاد خان دا موضوع د اصلاح غوښتونکي ملتپال غورځنګ له مشر حاجي سهراب علي خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان کړه.

هغه ویلي، چې په جرګه کې به مشهور سیاسي مشران، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنیو استازي ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر سیاسي شخصیتونه، چې پخوا یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او سولې د رامنځته کولو لپاره کار کړی هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

ارباب شهزاد خان ټینګار کړی، چې جرګه به د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره پر متقابل درناوي، باور جوړونې او جدي خبرو اترو راوڅرخیږي.

هغه زیاته کړې؛ د جرګې په پای کې د سولې د ملاتړ لپاره یوه ګډه خبرپاڼه هم خپريږي او د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو ته به واستول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې جرګې د ترسره کولو بنسټیزه موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د ګډې لارې رامنځته کول او د خبرو اترو بهیر پیاوړې کول دي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوړې کچې تاوتریخوالي په پام کې نیولو سره د داسې جرګې ترسره کول په اوسني وضعیت کې یوه “بېړنۍ اړتیا” ګڼل کیږي.

ارباب شهزاد خان ویلي، چې د مارچ پر یودېرشمه په پېښور کې له جرګې وروسته به د سولې ورته جرګې په کویټه او نورو سیمو کې هم ترسره شي، چې ټول ښکېل اړخونه د سولې په بهیر کې راونغاړل شي او د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره لار اواره شي.

هغه ویلي، چې د دې جرګې ګډونوال به د افغانستان او پاکستان له مشرانو وغواړي، چې سمدستي اوربند وکړي، د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو څخه خپل ټول اختلاف حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دې دمه له خبرو اترو سره – سره کړکېچ دوام کړی؛ خو د سولې جرګې تنظیموونکي هیله لرلې، چې دا غونډه به د کړکېچ کمولو او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د رغنده خبرو اترو د پیل لپاره یو بنسټ چمتو او رامنځته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه