یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او ازبکستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو...

افغانستان او ازبکستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

ویب ډیسک

افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو په یوه مهم پړاو کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم‌لیکونو لاسلیک وکړ. دا ګام په سیمه کې د اقتصادي ثبات او متقابلې اتکا د پیاوړتیا لپاره یوه جدي هڅه بلل کېږي.

دغه ناسته چې د افغانستان د خصوصي سکتور او د ازبکستان د جمهوریت د سوداګریزو او دولتي استازو ترمنځ ترسره شوه، پکې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د ازبکستان د نمنگان ولایت والي شوکت عبدالرازقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، او نور لوړپوړي چارواکي، پانګوال او سوداګر ګډون درلود.

په کنفرانس کې نورالدین عزیزی د افغانستان سره د ازبکستان د همکاریو ستاینه وکړه او وروستیو لوړو کچو لیدنو او پرېکړو ته یې اشاره وکړه. هغه په افغانستان کې د پانګونې پراخو فرصتونو ته په اشارې وویل چې هېواد د سیمې په کچه د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره د باور وړ شریک په توګه راڅرګندېږي. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو په اړه یو تړون شوی و، چې له مخې یې افغانستان پر ۸ توکو او ازبکستان پر ۶ توکو اسانتیاوې ورکولې، خو اوس ازبکستان د ۸ توکو منظوري هم ورکړې، چې له امله به د افغانستان صادرات زیات شي.

په همدې مهال د نمنگان والي شوکت عبدالرازقوف وویل چې ازبکستان په افغانستان کې سوله د خپلې امنیت سره تړلې ګڼي. هغه څرګنده کړه چې د نمنگان له ۴۰ زره سوداګرو څخه تر ۴۰ زیات لوی پانګوال په دې پلاوي کې شامل دي، چې دا د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان جديت څرګندوي. هغه دا کنفرانس نه یوازې د سوداګریزو اړیکو، بلکې د کلتوري او معنوي اړیکو د پراختیا وسیله هم وبلله.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي د ازبکستان د خصوصي سکتور سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د تفاهم‌لیکونو د دې کنفرانس په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول. په دغو کې په افغانستان کې د چرګانو فارمونو جوړول، د سمنټو او سکرو واردات او صادرات، د دالونو او لوبیا سوداګري، اسفالټ، وچې مېوې او سبزیجاتو صادرات، د خوړو تېلو، پټرولو، قیر، مسو او خوراکي توکو واردات، د غیر الکولي مشروباتو صادرات، ورزشي خدمات، او د هګۍ ورکوونکو چرګانو تولید شامل دي.

د کارپوهانو په وینا، دا تړونونه د افغانستان د اقتصاد لپاره یو مثبت پرمختګ دی او د ازبکستان لپاره به هم د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د یو قوي سوداګریز پُل په جوړولو کې مرسته وکړي. دا پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي باور او اقتصادي مشارکت روښانه بېلګه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه