ویب ډیسک
د هرات سیمهییزو چارواکو اعلان کړی چې له دې وروسته به ایراني بار وړونکو موټرو چلوونکو ته د اسلامقلعه بندر کې د توکو د کښته کولو لپاره د افغان ویزې اړتیا نه وي.
د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د اسلامقلعه د سفر پر مهال، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د هغه فرمان د عملي کېدو ارزونه وکړه چې له مخې یې ایراني ترانزیتي موټرو ته د ویزې پرته تګ راتګ او د روډپاس معافیت ورکړل شوی دی. دا بهیر اوس په رسمي ډول پیل شوی دی.
د هرات والي په مشرۍ، د بهرنیو چارو وزارت، عامه کارونو، د اسلامقلعه کمېشنرۍ، ګمرک او ترانسپورټ ادارو د مسؤلینو په حضور کې یوه غونډه هم ترسره شوه، چې پکې د دې مهم فرمان پر عملي اړخونو او تطبیق بحث وشو.
اوس ایراني ترانزیتي موټرې به پرته له ویزې او روډپاس څخه اسلامقلعه بندر ته داخلیږي، او له ټاکلي ځایه د توکو تر کښته کولو وروسته به بېرته خپلو اصلي مقصدونو ته ستنېږي.
د دې اقدام له عملي کېدو سره به نه یوازې د ترانسپورټ لګښتونه راکم شي او سوداګریزې اسانتیاوې زیاتې شي، بلکې د بار وړلو د ارزانه کېدو له امله به په بازارونو کې د توکو بیې هم راټیټې شي.
د اړوندو چارواکو په وینا، د دې پروګرام په پلي کېدو سره به هره ورځ له زرو څخه زیاتو کسانو ته دوامداره کاري فرصتونه هم برابر شي.


