دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د سختو سېلابونو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او...

افغانستان کې د سختو سېلابونو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي

ویب ډیسک

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو، ځمکې ښوېدنې  او تندر او برېښنا له امله ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي۔

د اې پي خبري اژانس د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا د روان موسم پر مهال په هېواد کې د سختو موسمي پېښو وروستۍ مرګ ژوبله ده۔

چارواکي وايي چې د مړو شمېر ښايي لا زیات شي، ځکه چې د هېواد د ملي پېښو د مدیریت ادارې کارکوونکي لا هم د زیانمنو سیمو ارزونه کوي۔ د ادارې ویاند یوسف حماد په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۳ یې اغېزمن شوي، چې ډېری یې لوېدیځ، مرکزي او شمال لوېدیځې سیمې دي۔

حماد زیاته کړه چې د سختو موسمي حالاتو له امله ۱۴۷ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي، ۸۰ کیلومتره سړکونه له منځه تللي او کرنیزې ځمکې او د اوبو لګولو کانالونه هم زیانمن شوي دي۔

له دې وړاندې، سږ کال په هېواد کې د درنې واورې ورېدو او ناڅاپي سېلابونو له امله لسګونه کسان وژل شوي وو۔

افغانستان د سختو موسمي پېښو پر وړاندې ډېر زیان‌من هېواد دی، چیرې چې د واورو ورېدو او درنو بارانونو له امله رامنځته کېدونکي سېلابونه ډېری وخت لسګونه، او کله ناکله سلګونه کسان وژني۔ په ۲۰۲۴ کال کې د پسرلي په موسم کې د سېلابونو له امله له ۳۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي وو۔

اوږدمهاله شخړې، کمزوری بنسټیز جوړښت، خراب اقتصادي وضعیت، د ځنګلونو وهل او د اقلیم بدلون زیاتېدونکي اغېزې د دې ډول طبیعي پېښو زیانونه لا زیات کړي دي۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه