دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت : تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴ طالبان وژلو ادعا کړې.

دفاع وزارت : تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴ طالبان وژلو ادعا کړې.

ويب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۴ طالبان ووژل شول او ۱۷۶ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، لغمان، ننګرهار، نورستان کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندوز او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي _ خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه