ویب ډیسک
د بريتانيا د پارلمان د عوامو د مجلس دراپور پر اساس د دې هيواد انکشافي بودجه څلور مليارده پونډه کمه شوې چې په پايله کې يې د افغانستان په ګډون له حبشې او يوشمير نورو هيوادونو سره ددې هيواد مستقيمې مرستې کمې شوې دي.
بل پلو بيا کابل کې د بريتانيا سفارت ويلي بريتانيا له افغانستان سره انکشافي مرستو ته ژمنه ده چې سږ کال به هم له دې هيواد سره 100 ميليونه پونډه انکشافي او 70 ميليونه پونډه له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.


