ویب ډیسک
پاکستاني رسنۍ وايي، کابل کې د پاکستان سفیر په یوه ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته تللي.
د افغان حکومت له خوا له اسلام اباد څخه د افغان سفیر او دیپلوماتانو تر را غوښتلو وروسته پاکستاني رسنۍ وایي کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن سهار د پي ای اې په یو ځانګړي پرواز کې له کابل څخه اسلام اباد ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور اختطاف کېدو او شکنجه کېدو د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط هم ترینګلي کړي دي.