دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوال ډیپلوماټان:وسلوال دې ژر تر ژره بریدونه بند کړي

نړیوال ډیپلوماټان:وسلوال دې ژر تر ژره بریدونه بند کړي

ویب ډیسک
په افغانستان کې نړيوالو سفارتونو او ي ډیپلوماتیکو استازولیو له مخالفو وسله والو غوښتي څو ژر تر ژره بریدونه بند کړي.
په افغانستان کې بهرنيو سفارتونو په یوه مشترکه کې اعلامیه کې ویلي، د طالب وسله والو بريدونه، چې د خبرو له لارې سياسي حل ته د رسېدو هڅې شنډوي، او ملکي خلک زیانمنوي باید ژر تر ژره ودریږي.

دغه مشترکه اعلامیه، چې د امریکا په شمول د اسټرالیا، کاناډا، چيک جمهوریت، ډنمارک، اروپايي ټولنې استازي، فېنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوريا، هالېنډ، د ناټو د لوړ پوړې ملکي استازولۍ، سويډن او بریتانيا سفارت استازوليو په ګډه خپره کړې

پلکې ویلي دي، چې دوی د افغانستان په لر او بر کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب، او د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په سختو ټکو غندي او دا هغه لاسته راوړنې دي، چې دوی ترې په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې د طالبانو روان بریدونه، د خبرو له لارې له سیاسي حل سره او په دوحه کې د سولې بهیر څخه د هغوی د ملاتړ له ادعا سره په ټکر کې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه