دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپر کابل ښار درې ډزه مزاییل توغول شوي

پر کابل ښار درې ډزه مزاییل توغول شوي

ویب ډیسک

د کورنيو چارو وزارت له خپور شوي خبر کې ویل شوي چې ترهګرو نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیه له اړوند درېیم پروان سیمې څخه درې ډزه مزاییل توغولي، چې د لومړۍ ناحیې په باغ علي مردان او حضوري چمن او همدارنګه د دویمې ناحیې اړوند سيمه کې د بشري سرچينو په يوې ودانۍ لګېدلي دي.

ترهګرو یاد مزاییل په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو.
د یادونې وړ ده چې په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی. خو تراوسه کومې ډلې د دې پيښې پړه په غاړه نه ده اخیستي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه