ویب ډیسک
ترکیه وایي تېرو دوو ورځو کې یې له ایران سره پر پوله ۱۳۳ غیرقانوني کډوال نیولي، چې ۵۹ پکې افغانان دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا د شنبې پر ورځ ۷۳ او پرون یکشنبه ۶۰ نور له ایران سره پر پوله وان ولایت کې نیول شوي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۷۰ زرو ډېر افغانان بې ځایه شوي.
افغانستان، ایران او ترکیې یوه میاشت وړاندې د “انتالیا دیپلوماسۍ فوروم” کې د کډوالۍ، امنیت او انرژۍ برخو کې د همکاریو په پیاوړتیا خبرې کړې وې.


