ایمل ولي خان: د خیبر پښتونخوا پر معدني زېرمو د واک په اړه له خپل دریځه یو ګام هم نه شاته کېږو

0
40

د عوامي نېشنل ګوند (اې این پي) مشر ایمل ولي خان وايي، ګوند به د خیبر پښتونخوا د معدني زېرمو د واک او وېش په اړه له خپل دریځ څخه یو ګام هم شاته نه شي او د دغو زېرمو په اړه د پرېکړې حق یوازې د خیبر پښتونخوا له خلکو سره دی.

نوموړي ویلي، د خیبر پښتونخوا د معدني سرچینو په اړه پرېکړه باید د خلکو د ټاکل شوي حکومت له لارې وشي. د هغه په وینا، که څوک د نوو صوبو جوړول غواړي، نو د اساسي قانون له مخې ورته ټاکلې لاره شته.

ایمل ولي خان د ټولپوښتنې د قانوني بنسټ په اړه پوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ټولپوښتنه به د کوم اساسي قانون له مخې ترسره کېږي او ایا دا به له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي؟ هغه د اساسي قانون د شپږمې مادې له مخې د قانوني پایلو احتمال هم مطرح کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، اې این پي به ډېر ژر د روان وضعیت د ارزونې لپاره د خپلې فکري ډلې غونډه راوبولي او تر هغې وروسته به سیاسي ګوندونه، خوځښتونه او نور اړوند لوري هم وروبلل شي، څو د خیبر پښتونخوا د ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشي.

د هغه په خبره، له اوسني وضعیت سره مقابله د یوه سیاسي ګوند له وسه پورته ده او ټولې سیاسي ډلې او اړوند لوري باید لږ تر لږه پر یوه ګډ سیاسي دریځ سره راټول شي.

ایمل ولي خان ویلي، د خیبر پښتونخوا له والي سره یې هم د هغه د ولي باغ د لیدنې پر مهال روښانه کړې چې که والي د خیبر پښتونخوا د حقونو لپاره په رښتینې توګه مبارزه وکړي، اې این پي به یې تر څنګ ودرېږي؛ خو که له خپل قانوني واک څخه واوړي او له ټاکل شوې لارې منحرف شي، ګوند به یې پر وړاندې هم ودرېږي.

نوموړي د بېړني حالت له اعلان وروسته د اساسي قانون د ۱۹۹مې مادې ځنډول او د اساسي قانوني محکمې پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې ده.

هغه ویلي، په دې وضعیت کې پر وکیلانو، په ځانګړي ډول د ملګري وکیلانو پر ټولنې، د بېلابېلو وکیلانو ټولنو او د وکیلانو شوراګانو پر ټاکل شویو استازو دروند مسوولیت پروت دی او باید د خیبر پښتونخوا د اساسي حقونو، معدني زېرمو، یووالي او د خلکو د راتلونکي د ساتنې لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

ایمل ولي خان ټینګار کړی چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې چوپ پاتې کېدل به د خیبر پښتونخوا او خلکو پر وړاندې بې‌انصافي وي او ټولې سیاسي او ولسي ډلې باید له خپلو اختلافونو پورته، د ګډې مبارزې او یوه ګډ کاري پلان لپاره سره یوځای شي.