د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په بالیکاسیر ښار کې ۳۵ افغان کډوال هغه مهال نیولي چې غوښتل یې د سمندر له لارې یونان ته ولاړ شي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو د نیولو پر مهال څلور کسان هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي. له نیول شویو کسانو درې یې زندان ته لېږدول شوي او یو بل د قضايي څارنې تر پرېکړې لاندې خوشې شوی دی.
راپورونه وايي، پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، ۱۲ د لامبو کړۍ او د اوبو درې پمپونه هم ترلاسه کړي دي.
نیول شوي افغان کډوال د لومړنیو اداري چارو له بشپړېدو وروسته د بېاسناده کډوالو د ساتنې یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیله تر اوسه په ترکیه کې له ۳۳ زرو ډېر بېاسناده افغان کډوال نیول شوي دي.


