شاهد رند: مستونګ کې د موټربم برید شنډ شوی؛ درې بریدګر وژل شوي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي

0
34

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په ملي لویه لاره (N-25) د کنډوا پوستې ته څېرمه د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله د برید هڅه ناکامه شوې، چې په پایله کې یې درې مشکوک بریدګر وژل شوي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بلوچستان د اعلی وزیر د اطلاعاتو مرستیال شاهید رند ویلي، بریدګرو غوښتل د چاودېدونکو توکو له ډک موټر څخه په ګټې اخیستنې پراخ برید ترسره کړي، خو امنیتي ځواکونو یې د وخت پر مهال مخه نیولې ده.

د نوموړي په وینا، د چاودنې له امله نږدې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی او یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

شاهید رند زیاته کړې، د پېښې په تړاو د امنیتي ځواکونو عملیات ترسره شوي او د بلوچستان د خلکو د امنیت ساتلو لپاره به هڅې روانې وي.