د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټربم برید شوی دی.
د پاکستانۍ رسنيو د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د بند کورايي په سیمه کې د پولیسو مرکز ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی او ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د راپور له مخې، په چاودنه کې د پولیسو د مرکز دروازه او دېوالونه، یوه نږدې جومات او د شاوخوا کورونو ښیښې زیانمنې شوې دي.
پولیس وايي، د امنیتي ځواکونو د ځوابي ډزو له امله بریدګر د پولیسو مرکز ته په ننوتلو نه دي بریالي شوي.
امنیتي ځواکونو د بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او کومې ډلې هم د برید پړه نه ده منلې.


