په خيبر پښتونخوا کې د چينايي پانګوالو د پانګونې پلان؛ د معدني موادو د پروسس لپاره کارخونې جوړېږي

0
53

په خيبر پښتونخوا کې چينايي او ځايي پانګه‌وال غواړي د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او د معدني موادو د پروسس لپاره نوې کارخونې جوړې کړي.

د راپورونو له مخې، د چينايي او ځايي پانګه‌والو يوه پلاوي د خيبر پښتونخوا د کانونو په چارو کې د ګورنر له سلاکار ډاکټر سيد سرفراز علي شاه سره په کتنه کې د کانونو د استخراج، د نوې ټېکنالوژۍ د کارولو او د ګډې پانګونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د کانونو په چارو کې د ګورنر سلاکار وايي، چينايي پانګه‌وال په پام کې لري چې د صوبې له معدني زېرمو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې پانګونه وکړي او د خامو موادو د پروسس لپاره کارخونې جوړې کړي.

د نوموړي په وينا، د دې پلان له مخې به معدني مواد د پروسس لپاره بهر ته نه لېږدول کېږي، بلکې په خيبر پښتونخوا کې به دننه پروسس او په ارزښتناکو توکو بدل شي.

هغه زياته کړې، چې د دغو کارخونو په جوړېدو سره به ځايي صنعت پياوړی شي، نوې پانګونې ته به زمينه برابره شي او خلکو ته به د کار زمينې هم برابرې شي.

د نوموړي په خبره، حکومت هڅه کوي چې د نوې ټېکنالوژۍ او نړيوالو تجربو په کارولو سره د صوبې له طبيعي زېرمو اغېزمنه ګټه واخلي او د بهرنيو پانګه‌والو لپاره د پانګونې مناسب چاپېريال رامنځته کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د کانونو په برخه کې د ګډې همکارۍ او د خيبر پښتونخوا د معدني زېرمو د اقتصادي ودې لپاره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.