د بلوچستان په وندر سیمه کې د یوه پښتون ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې د هغه خپلوانو د قاتلانو د نیولو په غوښتنه د مقتول جسد د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار کېښود او لاریون یې وکړ.
د راپورونو له مخې، ۳۰ کلن آل میر د عجب خان زوی او د ګلشیري سیمې اوسېدونکی و، چې د وندر پولیسو د حوزې اړوند د میر عبدالقیوم جاموټ کلي ته څېرمه د ارې ماشین په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
ویل کېږي، پر نوموړي یوه مرمۍ په سترګه لګېدلې او د سر له شا وتلې وه، چې له امله یې په هماغه ځای کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه جسد وروسته د وندر د ژغورنې مرکز ته لېږدول شوی و.
د پېښې په غبرګون کې د مقتول خپلوانو د هغه جسد پر لویه لار کېښود او د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې وکړه. د لاریون له امله لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، چې ورسره د بلوچستان د بېلابېلو سیمو او کراچۍ ترمنځ د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شوي وو.
په لاریون کې د جمعیت علمای اسلام، جام ډلې، بوټاني ډلې، پاکستان پیپلز ګوند، نېشنل ګوند او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو استازو د مقتول له کورنۍ سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړ. قومي مشران او ځايي استازي هم د لاریون ګډونوال وو.
د وندر د پولیسو د حوزې مرستیال مشر اخراج محمد جان ساسولي له لاریونوالو سره تر خبرو اترو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره به هڅې وکړي.
د خبرو اترو په پایله کې لاریونوالو پولیسو ته د قاتلانو د نیولو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړی او خبرداری یې ورکړی، چې که په ټاکلي وخت کې تورن کسان ونه نیول شي، نو لاریون به بیا پیل او پراخ کړي.
د ځوان د وژنې انګېزه لا هم نه ده څرګنده شوې.


