د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان د ورور او د دغه ګوند د مشر مولانا عطاءالرحمان پر ضد په پېښور کې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې قضیه ثبت شوې ده.
د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د نومبر په ۹مه راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د نوموړي پر ضد د ۱۸۹/۲۰۲۶ شمېرې قضیه ثبت کړې ده.
د راپور له مخې، دغه قضیه د نومبر په اتمه د پېښور په مطبوعاتي کلب کې د نوموړي د یوې وینا پر بنسټ ثبت شوې، چې ویډیويي ثبت او لیکلی متن یې هم د شواهدو په توګه له دوسیې سره یوځای شوي دي.
په پولیسو ته وړاندې شوي شکایت کې ادعا شوې، چې د مولانا عطاءالرحمان په وینا کې د دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو پر ضد پاروونکې څرګندونې او د وسلهوالې مبارزې یادونه شوې ده.
نوموړی د ترهګرۍ ضد قانون د اوومې مادې او د پاکستان د جزا قانون د یو شمېر نورو مادو له مخې تورن شوی دی. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او لګېدلي تورونه لا نه دي ثابت شوي.


