بنو کې د واده مراسمو پر مهال ډزې؛ درې وروڼه وژل شوي، پلار یې ټپي دی

0
32

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جهنډوخېل سیمه کې د واده د مراسمو پر مهال د ډزو په پېښه کې درې وروڼه وژل شوي او پلار یې ټپي شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د بنو د خون کلي کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې وروڼه د ډزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او پلار یې هم ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، ټپي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیس وايي، تر اوسه د پېښې لامل نه دی روښانه شوی او په تړاو یې پلټنې روانې دي. د وژل شویو کسانو د هویت او پېښې د نورو جزییاتو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.