په افغانستان کې د بشري مرستو د بودیجې کمښت د سلګونو روغتیايي مرکزونو فعالیت له جدي ستونزو سره مخ کړی او د میلیونونو خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لومارکیس خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت ښايي د هېواد له ۷۰۰ څخه د ډېرو روغتیايي مرکزونو د فعالیت د درېدو لامل شي.
د نوموړي په وینا، د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نظام شاوخوا ۴۰ سلنه برخه د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په اوږدو کې د تړل کېدو له خطر سره مخ ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۱۹۰۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو له ډلې، د ۷۰۰ څخه د ډېرو مرکزونو فعالیت اغېزمن شوی دی.
د دې مرکزونو احتمالي تړل کېدل به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د میلیونونو وګړو روغتیايي او درملیزو خدمتونو ته لاسرسی نور هم ستونزمن کړي.


