ایران کې د پولیسو پر مرکز د برید په تړاو بلوڅ کس اعدام شوی

0
45

د ایران رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله‌وال برید په تړاو یو بلوڅ کس اعدام شوی دی.

د راپور له مخې، محمد عارف شاه‌بخش د جیش‌العدل ډلې غړی پېژندل شوی او د سیستان او بلوچستان ولایت په خاش ښار کې د قلعه‌بید پولیسو پر مرکز د برید په تړاو محکوم شوی و.

ایراني رسنیو ویلي، نوموړی د وسله‌وال پاڅون او «د خدای پر وړاندې د جګړې» په تورونو محکوم شوی و.

په راپور کې د برید د کره نېټې او د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

جیش‌العدل یوه وسله‌واله ډله ده چې د ایران په سوېل ختیځ، د پاکستان پولې ته څېرمه فعالیت کوي او تر دې وړاندې یې هم د ایران پر امنیتي ځواکونو د ګڼو بریدونو مسوولیت منلی دی.