حافظ حمدالله: حکومت دې له بېلابېلو لورو سره د ناندریو پر ځای د خبرو اترو لار خپله کړي

0
39

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مخکښ حافظ حمدالله د پاکستان پر حکومتي تګلارو نیوکه کړې او په هېواد کې یې د سیاسي او ټولنیزو اختلافاتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، حکومت له رسنیو، خبریالانو، مخالفو ګوندونو، جے یو آی او دیني مدرسو سره په ناندریو بوخت دی. د ده په وینا، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او کشمیر کې هم ناخوښي شته، بلکې له افغانستان او هند سره هم ترینګلتیاوې روانې دي.

حافظ حمدالله پوښتنه کړې چې حکومت به له دومره بېلابېلو لورو سره تر کومه دښمني کوي؟ نوموړي ټینګار کړی چې هېوادونه د شخړو پر ځای د یووالي، زغم، تدبیر او ګډو مشورو له لارې اداره کېږي.