په خیبر پښتونخوا کې نږدې ۲.۹ میلیونه نجونو ته د رحم د غاړې سرطان ضد وړیا واکسین لګول کېږي

0
16

د خیبر پښتونخوا حکومت د یوې پراخې واکسیناسیون پروګرام له لارې د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ نږدې ۲.۹ میلیونه نجونو ته د رحم د غاړې سرطان ضد وړیا واکسین لګوي.

د دغه ایالت د روغتیا ادارې په وینا، دا کمپاین به د نومبر تر ۲۴مې نېټې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې هغه نجونې هم واکسین شي چې ښوونځیو ته ځي او هغه چې له زده‌کړو پاتې دي. په دې پروګرام کې دولتي او شخصي ښوونځي او دیني مدرسې هم شاملې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به ۱.۶ میلیونه ښوونځیو ته تلونکې او ۱.۳ میلیونه له زده‌کړو پاتې نجونې واکسین شي. یوازې په پېښور کې د ۳۷۴ زره نجونو د واکسینولو هدف ټاکل شوی دی.

د واکسین د لګولو لپاره به په ښوونیزو ادارو کې ځانګړي مرکزونه جوړ شي او روغتیايي ډلې به کلیو او بېلابېلو سیمو ته هم ولاړې شي، څو له ښوونځیو پاتې نجونې تر پوښښ لاندې راولي.

همدارنګه، ګرځنده روغتیايي ډلې به لرو پرتو سیمو ته هم ورسېږي او د حکومت په روغتیايي مرکزونو کې به هم واکسین موجود وي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا، د رحم د غاړې سرطان تر ډېره د انسان د پاپیلوما ویروس (HPV) له امله رامنځته کېږي. د دغه ویروس ځینې ډولونه که د اوږدې مودې لپاره په بدن کې پاتې شي، د سرطان لامل کېدای شي.

د کارپوهانو په وینا، په کم عمر کې د یاد ویروس ضد واکسین لګول د دې ناروغۍ پر وړاندې اغېزمنه مخنیوي لاره ده.

په پاکستان کې هر کال د رحم د غاړې سرطان څه باندې ۵ زره نوې پېښې ثبتېږي او نږدې ۳ زره ښځې د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا ادارې له والدینو غوښتي چې خپلې له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې لوڼې د واکسین لپاره ور وپېژني.