د بلوڅستان په ناامنه سیمو کې د فعالې وسلهوالې او ناقانونه بلل شوې ډلې بلوڅ لېبریشن آرمي (BLA) د مشرتابه شورا رحمان ګل، چې په مرید نوم هم پېژندل کېږي، د دې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د انډپنډنټ اردو د راپور له مخې، نوموړی د شنبې په شپه د ډلې د مشرانو د شورا له لوري په سلا او د ټولو لوړپوړو قوماندانانو په ملاتړ په دې دنده ګومارل شوی دی.
رحمان ګل تر دې وړاندې د یادې ډلې د لوړپوړې قوماندانۍ شورا غړی او د مجید لوا قوماندان و.
دا بدلون وروسته له هغې رامنځته کېږي چې یادې ډلې تېره اوونۍ بشیر زیب بلوڅ له مشرۍ لرې کړ. د ډلې ویاند جیئند بلوڅ د نومبر پر درېیمه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د بشیر زیب د لرې کولو پرېکړه د اکتوبر پر شپاړسمه په یوه ګډه غونډه کې شوې وه او ورسره سم د ډلې اداري، پوځي او د پالیسۍ جوړولو واکونه د لوړپوړې قوماندانۍ شورا ته سپارل شوي وو.
بشیر زیب په ۲۰۱۸ کال کې د اسلم بلوڅ له وژل کېدو وروسته د دې ډلې د مشر په توګه راڅرګند شوی و.
بلوڅ لېبریشن آرمي د پاکستان او امریکا له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده. دغه ډله د بلوڅستان د بېلتون غوښتنه کوي او له اوږدې مودې راهیسې یې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کړي دي.
یاده ډله د بلوڅستان د طبیعي زېرمو او معدني سرچینو د ګټې اخیستنې په اړه د پاکستان پر حکومت نیوکې کوي؛ خو د دې ډلې د فعالیتونو له امله په سیمه کې امنیتي اندېښنې هم دوام لري.


