د‌ بلوچستان د سوراب په دشت ګوران سیمه کې د درېیو کسانو مړي موندل شوي

0
26

د بلوچستان د سوراب ولسوالۍ په دشت ګوران سیمه کې د درېیو ناپېژاندو کسانو مړي موندل شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د صدر تاڼې پولیس د سیمې پر لور تللي او د درېیو کسانو مړي یې خپل واک ته سپارلي دي.

پولیسو تر لومړنیو قانوني کړنو وروسته مړي د سوراب مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

د پولیسو په وینا، د موندل شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی او مړي په روغتون کې ساتل شوي، څو د پېژندنې چارې یې بشپړې شي.

پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي د مړو هویت، د پېښې لاملونه او څرنګوالی معلوم کړي.