دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګر هار ولایت کې صنعتي او فرهنګي نندارتون

ننګر هار ولایت کې صنعتي او فرهنګي نندارتون

ویب ډیسک
دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ننګرهار ولایت له مشرتابه سره په همغږۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیل او د نوروز جشن د نمانځنې په موخه په دغه ولایت کې صنعتي او فرهنګي نندارتون جوړ کړ.
په دغه ولایت کې صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو خپل لبني او تولیدي محصولات په بیلابیلو سکتورونو کې په ۱۲۰ غرفوکې نندارې ته وړاندې کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او سوداګریزو خدماتو رییس فیاض الدین غیاثي ، د نندارتون په پیل کې وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په ۱۴۰۰کال کې د هیواد د صنعت برخې ملاتړ او پراختیا په موخه هراړخیزه برنامې جوړې او پلان کړي دي.

ښاغلي غیاثي ټینګار وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږ کال د هیواد د محصولاتو معرفي کولو په موخه به د هیواد په دننه او بهر کې ډیری نندارتونونه په لاره واچوي
د هیواد په ختیځ کې د ننگرهار ولایت اقتصادي ، سوداګریز او ترانزیټي زون دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی اهمیت لري ، د صنعتي پارکونو پراختیا او په دې ولایت کې د خصوصي سکتور لپاره ملاتړ به په سږني کال کې ددې وزارت د رهبرۍ لپاره لومړیتوب ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه