ویب ډیسک
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي له افغانستان څخه د مې تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو پریکړې په اړه بیا کتنه لاهم روانه ده.
انتوني بلنکن چې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې مخکې یې د ياد سازمان له عمومي منشي سره یوې ګډې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل،د ځواکونو د اېستلو پریکړه به له ناټو سره په ګډه ترسره کیږي.
په ورته مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې ناټو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او وايي چې دغه بهیر ټکنی دی، خو ټیګار کوي چې دا د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار ده.


