دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسمشر غني د امريکا د سولې د انتقالي حکومت له طرحې سره...

ولسمشر غني د امريکا د سولې د انتقالي حکومت له طرحې سره مخالفت کړی

ویب ډیسک
ولسمشر غني د امريکا د سولې د انتقالي حکومت له طرحې سره مخالفت کړی او پرځای يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د انتخاباتو په تر سره کولو ټينګار کړی.
رويټرز خبري اژانس د دوو جګپوړو افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر به د سولې په تړاو په ترکيه کې جوړيدونکي کنفرانس ته د امريکا د طرحې بديل په توګه خپله طرحه چې که طالبان له اوربند سره هوکړه وکړي په راتلونکو شپږو مياشتو کې د انتخاباتو د ترسرکولو طرحه وړاندې کړي.
چارواکو همدا راز ويلي « ولسمشر به په هيڅ صورت له قدرت څخه د يوې سياسې هوکړې په اساس لاس په سر نشي بلکې راتلونکی حکومت بايد د يوې ديموکراتيکې پروسې پر اساس رامنځته شي».

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه